د طالبانو د پخواني حكومت په پوليس افسرانو او پوځي اهلكارو د مشتمل لويې پوځ جوړولو اعلان

کابل۔22فروری(اے پی پی) د طالبان رېنکس کلیئرېنس کمېشن مشر لطيف الله حكيمي وئيلي دي چې طالبان هېواد لپاره يو لويې پوځ جوړوي په كوم كښې به چې د پخواني حكومت پوليس افسران او پېشه ورو چارواكي شامل وي۔ د اے اېف پي لمخې هغه تېره ورځ په كابل كښې يو خبري كنفرنس ته وېنا كښې ووئيل تېر كال د امريكائي پوځ ناڅاپي وتلو په مهال د امريكائي پوځ لخوا په …

کابل۔22فروری(اے پی پی) د طالبان رېنکس کلیئرېنس کمېشن مشر لطيف الله حكيمي وئيلي دي چې طالبان هېواد لپاره يو لويې پوځ جوړوي په كوم كښې به چې د پخواني حكومت پوليس افسران او پېشه ورو چارواكي شامل وي۔ د اے اېف پي لمخې هغه تېره ورځ په كابل كښې يو خبري كنفرنس ته وېنا كښې ووئيل تېر كال د امريكائي پوځ ناڅاپي وتلو په مهال د امريكائي پوځ لخوا په افغانستان كښی ناكاره كړې شويو چورلكو او الوتكو كښې د نيمو مرمت شوې دې۔ هغه ووئيل د طالبانو په اقتدار كښې د راتلو نه وروسته افغان ځواكونو تر دې دمه 3 لکه نه زياتې سپكې وسلې ٬ 26 زره درنې وسلې او 61 زره پوځي ګاډي ترلاسه كړې دي۔ هغه ووئيل هېواد لپاره نوې پوځ تيارولې شي په كوم كښې چې د پخواني حكومت پروفېشنلز یعنی پائلټس، انجینئرز، سرکاری ملازمین، لاجسټیکل او د انتظامي عملې غړي شامل كړې شوي دي۔ دا هېواد سلامتيا لپاره به دا يو په زړه پورې پوځ وي۔ هغه ووئيل طالبانو پوځ څخه غېر ضروري 4 نيم زره كسان ويستلې دي په دوي كښې زياتره نوې بھرتي كړې شوي كسان وو او په دوئي په بېلو جرمونو كښې د ككړ كېدو تورونه وو۔