هند كښې د كورونا 13 زره 405 نوې كېسونه رامخې ته شول

نوے ډيلے ۔22 فروری(اے پی پی) هند كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 13 زره 405 نوې كېسونه رامخې ته شوي دي چې ورسره د وائرس ځپليو مجموعي شمېره 4 کروړه 28لکه 51 زره 929 ته رسېدلې ده۔ د هند د روغتيا وزارت حوالې سره وئيلي شوي دي چې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس د لاسه نور235 كسان مړه شوي دي۔ دې …

نوے ډيلے ۔22 فروری(اے پی پی) هند كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 13 زره 405 نوې كېسونه رامخې ته شوي دي چې ورسره د وائرس ځپليو مجموعي شمېره 4 کروړه 28لکه 51 زره 929 ته رسېدلې ده۔ د هند د روغتيا وزارت حوالې سره وئيلي شوي دي چې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس د لاسه نور235 كسان مړه شوي دي۔ دې نه وروسته د دې وبا د لاسه د مړو مجموعي شمېره 5 لکه 12زره 344 ته ورسېده۔ د وزارت چارواكو وئيلي چې په ګرد هېواد كښې دا مهال د كورونا وائرس 1 لک 81 زره 75 فعال كېسونه دي بلخوا تر دې دمه د دې وباﺀ نه په مجموعي توګه 4 کروړه 21لکه 58 زره 510 رنځوران ښه شوي دي