د ايران جنګي الوتكې پرېوتو پېښه٬ 3 كسان مړه

تهران۔21فروری(اے پی پی) د ایران یوه اېف - 5 جنګي الوتکه د تبریز ښار په رهائشي سيمه د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 2 كسان مړه او 3 نور ژوبل شوي دي۔ د فرانسېسي خبري آژانس د خبر له مخې د ځائي هلال احمر تنظيم مشر وئيلي چې دا الوتكه د يو سكول ودانۍ سره ټكر شوه چې په نتيجه كښې ئې د الوتكې د عملې دوه غړي او یو …

تهران۔21فروری(اے پی پی) د ایران یوه اېف – 5 جنګي الوتکه د تبریز ښار په رهائشي سيمه د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 2 كسان مړه او 3 نور ژوبل شوي دي۔ د فرانسېسي خبري آژانس د خبر له مخې د ځائي هلال احمر تنظيم مشر وئيلي چې دا الوتكه د يو سكول ودانۍ سره ټكر شوه چې په نتيجه كښې ئې د الوتكې د عملې دوه غړي او یو وګړې مړ شو۔ ځايي چارواکي محمد باقر هنوار دولتي ټلویزیون ته ووئيل چې له نېکه مرغه د کرونا ویروس له امله سكول بند وو ځكه د مړو شمېره كمه پاتې شوه۔ بلخا د پېښې سبب معلومولو له پلټنې روانې دي