ډوډوما 21 فروري (اے پي پي) په تنزانيه كښې د تندر لوېدو په پېښو كښې يوه 14 كلنه نجلۍ مړه او 3 كسان ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د ځائي پوليسو مشر وئيلي دي چې دا پېښې د تنزانيه په غره ايزه كټاوي سيمه كښې رامېنځ ته شوې دي. ده ووئيل چې په يوه پېښه كښې دوه شپونكي د باران په مهال تر ونې لاندې ولاړ وو …
په تنزانيه كښې د تندر لوېدو په پېښو كښې يوه نجلۍ مړه او 3 كسان ژوبل شوي

مزید خبریں
ډوډوما 21 فروري (اے پي پي) په تنزانيه كښې د تندر لوېدو په پېښو كښې يوه 14 كلنه نجلۍ مړه او 3 كسان ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د ځائي پوليسو مشر وئيلي دي چې دا پېښې د تنزانيه په غره ايزه كټاوي سيمه كښې رامېنځ ته شوې دي. ده ووئيل چې په يوه پېښه كښې دوه شپونكي د باران په مهال تر ونې لاندې ولاړ وو او موبائل فون ئې كارولو چې ناڅاپي تندر په ونه راپرېوتو او په نتيجه كښې ئې دواړه ژوبل شول. په بله پېښه كښې تندر په كور راپرېوتې او په نتيجه كښې ئې يوه 14 كلنه نجلۍ مړه او بله ژوبل شوې










