كراچې 20 فروري (اے پي پي) د پي ټي آئي د سندھ صدر او وفاقي وزير علي زېدي د ګهوټكي نه تر كراچې د سندھ حقوق مارچ تفصيلات جاري كړي دي. د پي ټي آئي لخوا جاري شوي بيا له مخې د ګهوټكي نه تر كراچې د سندھ حقوق مارچ مشري به د ګوند وائس چيئرمېن شاه محمود قريشي او علي زېدي كوي كوم به چې د بېلا بېلو ضلعو …
د پي ټي آئي د سندھ صدر د ګهوټكي نه تر كراچې د سندھ حقوق مارچ تفصيلات جاري كړل

مزید خبریں
كراچې 20 فروري (اے پي پي) د پي ټي آئي د سندھ صدر او وفاقي وزير علي زېدي د ګهوټكي نه تر كراچې د سندھ حقوق مارچ تفصيلات جاري كړي دي. د پي ټي آئي لخوا جاري شوي بيا له مخې د ګهوټكي نه تر كراچې د سندھ حقوق مارچ مشري به د ګوند وائس چيئرمېن شاه محمود قريشي او علي زېدي كوي كوم به چې د بېلا بېلو ضلعو نه تېرېدو سره د مارچ په 6مه نېټه كراچې ته رسي. د تفصيلاتو له مخې د مارچ ګډون كوونكي به د فرورې په 27مه نېټه شكارپور، كشمور او جېكب آباد ته رسي، د فرورې په 28مه نېټه به قمبر شهداد كوټ او لاړكانه ته ځي، د مارچ په وړومبې نېټه به خېر پور، نوشهروفېروز او نوابشاه ته رسي. د مارچ په 2مه نېټه به ګډون كوونكي سانګهړ او مېرپور خاص، د مارچ په 3مه نېټه به عمر كوټ، تهرپاركر او بدين ته رسي. د مارچ په 4نه نېټه به ټنډو محمد خان، ټنډو اله يار او مټياري ته رسي. ګډون كوونكي به د مارچ په 5مه نېټه د شاه محمود قريشي او علي زېدي په مشرې كښې حېدر آباد ته رسي. د مارچ په 6مه نېټه به د ضلع جامشورو نه تېرېدو سره په كراچې كښې پاې ته رسي.










