پاكستان كښې د رومانيه سفير د تعليم او پېشه وارانه تربيې دوهم وزير بليغ الرحمان سره وليدل

پاكستان كښې د رومانيه سفير د تعليم او پېشه وارانه تربيې دوهم وزير بليغ الرحمان سره وليدل
اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) پاكستان كښې د رومانيه سفير ايميلين لون د نهې په ورځ د وفاقي تعليم او پېشه وارانه تربيې دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان سره ليدلي۔ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو په زياتولو زور راوړولې شو او د رومانيه سفير په دې لړ كښې وړاندېزونه وركړل۔په دې مهال دوهم وزير د رومانيه سفير ته هركلے وئېلو سره ووئيل پاكستان رومانيه سره ښه اړيكې لري او دا به سباؤن كښې لا مضبوطې شي۔بليغ الرحمان د دوه اړخيزه اړيكو لا ښه كولو له د رومانيه سفير هڅې ستائېلو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د څو لسيزو وړاندې شويو لوظ نامو يو ځل بيا تجديد ته اړتيا ده۔د رومانيه سفير پاكستاني زده كونكو ته په وركړې شويو وظيفو هم خبرې وكړې او باور يې وركړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د زده كړې په څانګه كښې به مرسته لا زياتولې شي۔دوهم وزير سفير ته د قائداعظم محمد علي جناح په ژوند ليكلې شوي يو كتاب او د وزارت لخوا يادګاري شيلډ وركړو