اسلام آباد 01 جون (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند محمد نفيس ذكريا كابل كښې په ځانمرګي بريد كښې د پاكستان لاس لرلو په حقله د افغان دولت تورونه رد كولو سره وئېلي دي تورونه لګول د مسئلې حل نه دے٬د افغانستان مسئله كورنۍ ده٬د خپلو ناكامو پټولو لپاره نور قصور واره ګرځولو سره مسئله به حل نه شي٬پاكستان افغانستان كښې د امن راوستو لپاره د امن ھڅې به …
د افغانستان مسئله كورنۍ ده٬د خپلو ناكامو پټولو لپاره نور قصور واره ګرځول سره مسئله نشي حل كېدې

مزید خبریں
اسلام آباد 01 جون (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند محمد نفيس ذكريا كابل كښې په ځانمرګي بريد كښې د پاكستان لاس لرلو په حقله د افغان دولت تورونه رد كولو سره وئېلي دي تورونه لګول د مسئلې حل نه دے٬د افغانستان مسئله كورنۍ ده٬د خپلو ناكامو پټولو لپاره نور قصور واره ګرځولو سره مسئله به حل نه شي٬پاكستان افغانستان كښې د امن راوستو لپاره د امن ھڅې به دوامداري ساتي٬د كشمير شخړه سوئېلي آسيا كښې د امن او استحكام په لاره كښې لويې يو خنډ دے۔د نړيوال انصاف عدالت د اړخه د كلبهوشن ياديو سزا ايسارلو په حقله د هندۍ مېډيا ادعا بې بنسټھ ده او نړيوال عدالت هم د دې دروغو نوټس اخستې دے۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند محمد نفيس ذكريا اوونيز پرېس بريفنګ كښې د خبريالانو د پوښتنو ځوابونه وركولو كښې تېره ورځ كابل كښې په ځانمرګي بريد كښې د پاكستان د لاس لرلو په حقله د افغانستان تورونه په سختۍ سره رد كړې دي۔ده ووئيل تورونه لګول افغانستان كښې د امن راوستو هڅو له مرستياله ثابتېدې نشي۔پاكستان په خپله د ترهه ګرۍ ښكار دے او د ترهه كرۍ په ضد جنګ كښې ئې لوې ځاني او مالي قربانۍ وركړې دي۔وياند ووئيل افغانستان كښې امن د پاكستان پخپله ګټھ كښې دے او د افغانستان د امن تر ټولو زياته ګټه به پاكستان ته رسي۔د كلك استحكام نه بغېر سيمه كښې د امن او اقتصادي خوشحالۍ ټول خوبونه نيمګړي دي۔وياند ووئيل افغانستان كښې د تېرو 30 كلونو څخه كورني جنګ روان دے٬د افغانستان مسئله كورنۍ ده۔ده ووئيل د خپلو ناكامو پټولو لپاره په نورو تورونه نشي لګېدلې۔وياند ووئيل پاكستان افغانستان كښې د امن راوستلو لپاره د افغان دولت او اولس په قيادت كښې به د امن هڅې روانې ساتي۔وياند ووئيل پھ كابل كښې تېره ورځ ځانمرګي بريد كښې د پاكستان سفارتكار هم ژوبل شوي دي۔د كشمير په حقله د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې وياند ووئيل د كشمير شخړی حل كولو نه غېر سيمه كښې امن او استحكام او د اقتصادي پرمختګ خوب بې معنې دے۔ده ووئيل هند شخړيز كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو ظلمونه كوي او د بشري حقونو خلاف ورزيو څخه د پام ګرځولو لپاره په اېل او سي تاؤ تريخوالې پېدا كوي خو هند به په خپلو ناوړو مقاصدو كښې كامياب نشي۔ ده ووئېل د كشمير اولس د خود اراديت حق لپاره هلې ځلې كوي او پاكستان به د كشميريانو سفارتي٬اخلاقي او سياسي مرسته روانه ساتي۔د سي پېك په حقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل دا پروژه د چين پاكستان پشمول د ټولې سيمې په ګټھ كښې ده٬دې سره به سوئېلي آسيا د لوېديز آسيا سره پيوست شي چې ورسره به اقتصادي او سماجي رابطې ګړندې شي۔ده واضحه كړه چې دا پروژه د كوم هېواد په ضد نه ده۔وياند د انصاف نړيوال عدالت كښې د هندي را ايجنټ كلبهوشن ياديو په حقله د هندۍ مېډيا بې بنسټه ادعا رد كولو سره ووئيل د انصاف نړيوال عدالت د اړخه د كلبهوشن ياديو سزا ايسارولو په حقله د هندۍ مېډيا ادعا بې بنسټھ ده۔ او د انصاف نړيوال عدالت هم د دې دروغو نوټس اخستې دے۔وياند ووئيل نړيوال عدالت كښې د كلبهوشن كيس د هندي نيوي كمانډر ياديو له د 1963 ويانا كنونشن ترمخه د قونصلر رسائۍ وركولو پھ حقله دے۔آئي سي جے ته د كورټ آف اپيل كردار ادا كولو په حقله نه دے او هم دا سوب وو چې بېرسټر خاور قرېشي عدالت ته ووئيل هند چې څه غواړي هغه د عدالت څخه نشي ترلاسه كېدې۔هغه عدالت ته دا هم ووئيل هند د كيس په حقله ناوړه تاثر خپرولو له مېډيا كاروي٬قانوني خلق خاور قرېشي د برتانيې د وړومبي صف په نړيوالو وكيلانو كښې شمېرې۔د بوسنيا د سربيا په ضد په نسل كشۍ كيس كښې خاور قرېشي په 1993 كښې د انصاف نړيوال عدالت ته وړاندې كېدونكې تر ټولو لږ عمره وكيل ؤه۔د هندۍ مېډيا بې بنسټھ ډنډورو برعكس خاور قرېشي ډېر رعايتي فيس اخستې او د خپلو جونيئرز د فيس خرڅونه هغه په خپله ادا كړي او د پاكستان سره مرسته كولو لپاره هغه د نورو حكومتونو سره كړې پېشه ورې وعدې منسوخ كړې دي








