د اسلامي ملټري كولېشن دائره كار تراوسه تعين شوې نه دے ٬ د 41 كسيز كولېشن دفاع وزيرانو غونډه كښې به دائر كار او مقاصد رامخې ته كولې شي

اسلام آباد 01 جون (اے پی پی)د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي د اسلامي ملټري كولېشن دائره كار تراوسه نه دې كوم تعين شوې٬د 41 كسيز كولېشن دفاع وزيرانو غونډه كښې به دائر كار او مقاصد رامخې ته كولې شي٬پاكستان په سيمه ايزو معاملاتو كښې متوازن پالېسي اختيار كړی٬ جنرل(ر)راحيل شريف د ترهه ګرۍ مخ نيوي پراخا تجربه لري ٬ د دغې تجربې په بنياد هغه …

اسلام آباد 01 جون (اے پی پی)د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي د اسلامي ملټري كولېشن دائره كار تراوسه نه دې كوم تعين شوې٬د 41 كسيز كولېشن دفاع وزيرانو غونډه كښې به دائر كار او مقاصد رامخې ته كولې شي٬پاكستان په سيمه ايزو معاملاتو كښې متوازن پالېسي اختيار كړی٬ جنرل(ر)راحيل شريف د ترهه ګرۍ مخ نيوي پراخا تجربه لري ٬ د دغې تجربې په بنياد هغه له د اسلامي ملټري كولېشن مشرۍ ذمه وارۍ وركړی شوې ده٬ د هغه تقررۍ سره زمونږ په خارجه پالېسۍ كښې كوم بدلون نشي راتللې۔د زيارت په ورځ سېنېټ كښې د سناتور فرحت الله بابر د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې سرتاج عزيز ووئيل وړومبي په اسلامي ملټري كولېشن كښې ټول 34 غړي وو خو اوس د هغوي شمېره 40 ته رسېدلې ده۔د دې كولېشن پھ اړه وئېلي شوي چې د دې ټول غړي به د دې خبرې پخپله پريكړه كوي چې هغوي به د پوځي مرستې٬استعداد كار پشمول په كومو هلو ځلو كښې ګډون كوي۔ده ووئيل په دسمبر 2015 كښې وئېلې شوي چې د دفاع وزيرانو غونډه كښې به د كولېشن پروګرام او طريقه كار تعينولې شي خو دا غونډه تراوسه نه ده شوې۔څنګه چې د كوليشن طريقه كار پھ اړه كومه پريكړه وشوه نو هغه به پارلمان ته وړاندې كولې شي۔ده ووئيل د پاكستان پالېسي د اپرېل په 10مه نېټھ كال 2015 د پارلمان د قرارداد تر مخې ده چې مونږ په په سيمه ايزو معاملاتو كښې توازن برقرار ساتو او د حرمين شريفين د حفاظت لپاره به خپل كردار ترسره كوو۔ده ووئيل جنرل(ر)راحيل شريف د ترهه ګرۍ مخ نيوي له پراخا تجربه لري ٬ د دې تجربې په بنياد هغه ته اسلامي ملټري كولېشن مشري وركړی شوي۔رياض اعلاميه كښې اګر چې د ايران ذكر ضرور شته خو په دې اړه اندېښنه او د ايران په ضد د كاروائۍ مفروضه سمه نه ده۔ ده ووئېل مونږ پوهېږو چې د جنرل(ر)راحيل شريف په ملټري كولېشن كښې موجودګۍ سره به توازن قائم وي٬رياض اعلاميه كښې د ايران په اړه بيان يو سياسي بيان دے خو دا حقيقت دے چې ايران٬عراق او سوريه شخړې د فرقه وارانه نوعيت دي او دا مهال د اسلامي اتحاد سخت ضرورت دے۔ ده ووئېل په دې لړ كښې پاكستان ملائېشيا٬انډونېشيا او پرمختګ كړي اسلامي هېوادونه يو موټې ليدل غواړي

مزید خبریں