له كرناټك وروستو د هماچل پردېش په تعليمي ادارو كښې هم په حجاب بندېز ولګولې شو

شمله۔16فروری(اے پی پی) د هندي رياست كرناټك په تعليمي ادارو كښې د مسلمانانو انجونو زده كوؤنكو په حجاب د بندېز روانې شخړې په مهال د هماچل پردېش رياست په تعليمي ادارو كښې هم په حجاب بندېز لګولې شوې دې۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې د هماچل پردېش د تعليم وزير ګووند سنګھ ټھاکر په ټول رياست كښې په تعليمي ادارو كښې په حجاب د بندېز لګولو اعلان كړې دې۔ هغه …

شمله۔16فروری(اے پی پی) د هندي رياست كرناټك په تعليمي ادارو كښې د مسلمانانو انجونو زده كوؤنكو په حجاب د بندېز روانې شخړې په مهال د هماچل پردېش رياست په تعليمي ادارو كښې هم په حجاب بندېز لګولې شوې دې۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې د هماچل پردېش د تعليم وزير ګووند سنګھ ټھاکر په ټول رياست كښې په تعليمي ادارو كښې په حجاب د بندېز لګولو اعلان كړې دې۔ هغه وئيلي چې حجاب سره سكولونو او كالجونو ته راتلل سم نه دي او په تعليمي ادارو كښې به يوازې معيار او وقار په ځائې ساتل وي۔ هغه ووئيل تعليمي ادارو ته په حجاب كښې د راتللو ضد كول او دې معاملې ته مذهبي رنګ وركول سم نه دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په هماچل پردېش كښې د كورونا وائرس وبا د لاسه بند كړې شوې تعليمي ادارې سبا د زيارت ورځې نه بيا پرانستلې شي۔ دا پرېكړه د اعلی وزير جے رام ټھاكر په مشرۍ كښې د كابينې غونډه كښې وكړې شوه