نهال هاشمي چې څه وئيلي دا د هغه جوش خطابت وو

اسلام آباد ۔ 31 مئی (اے پی پی) د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي چې نهال هاشمي چې څه وئيلي دا دده جوش خطابت وو۔ په داسې موضوعاتو د خبرې په وخت بايد جذباب قابو كښې وي۔ د شورؤ په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل دا د نهال هاشمي ذاتي بيان دے۔ مسلم ليګ (ن) يا زمونږ حكومت دې سره هېڅ …

اسلام آباد ۔ 31 مئی (اے پی پی) د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي چې نهال هاشمي چې څه وئيلي دا دده جوش خطابت وو۔ په داسې موضوعاتو د خبرې په وخت بايد جذباب قابو كښې وي۔ د شورؤ په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل دا د نهال هاشمي ذاتي بيان دے۔ مسلم ليګ (ن) يا زمونږ حكومت دې سره هېڅ تعلق نه لري۔ وزيراعظم محمد نواز شریف د نهال هاشمي د بيان سخت نوټس اخستے او د ګوند ډسپلن په خلاف ورزۍ كولو ئې نه يوازې د ده ركنيت معطل كړے بلكې ده ته ئې د سېنېټرشپ څخه د مستعفي كېدو حكم هم جاري كړې۔ وفاقي وزير ووئيل راروان كال د ټاكنو دے ځكه مخالفه ډله خپل ځان په سياسي توګه فعال ساتلو له وړه معامله هم لويه جوړوي دغسې چې ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كړي۔ ولې ټاكنو كښې به كاميابي هغه ګوند ترلاسه كوي كوم چې اولسي خذمت كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشرتابه په اولسي خذمت باور لري او هم دغه سوب دے چې پاكستاني اولس په ټولو ټول ټاكنو كښې د پاکستان مسلم لیګ (ن) د پرمختګ او خوشحالۍ په پالېسيو د باور څرګندونه كړې او زمونږ نمائندګان ئې كامياب كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل څوك چې بل له كوهې كني هم هغه په كښې پرېوزي او پي ټي آئي سره هم داسې كېږي۔ ده ووئيل عمران نن پرون خپل مني ټرېل څخه په تېښته دے۔

مزید خبریں