د پاك سمندري ځواك بېړۍ “پی اېن اېس ذوالفقار” سری لنکا كښې سېلاب ځپليو سيمو كښې رېسكيو او ريليف عمليات پېل كړل

اسلام آباد ۔ 31 مئی (اے پی پی) د وزیر اعظم محمد نواز شریف په هدايت سري لنكا كښې سېلاب ځپليو سره د هر ډول مرسته كولو او دوئي ته د رېليف سامان وركولو او دوئي رېسكيو كولو له كولمبو ته رسېدلي بحري بېړۍ پي اېن اېس ذوالفقار د مرستې كاروائۍ پېل كړي دي۔ د هیومنېټیرین اسسټنس اېنډ ډیزاسټر ریلیف (اېچ اے ډی آر) ترمخه د پي اېن اېس ذوالفقار …

اسلام آباد ۔ 31 مئی (اے پی پی) د وزیر اعظم محمد نواز شریف په هدايت سري لنكا كښې سېلاب ځپليو سره د هر ډول مرسته كولو او دوئي ته د رېليف سامان وركولو او دوئي رېسكيو كولو له كولمبو ته رسېدلي بحري بېړۍ پي اېن اېس ذوالفقار د مرستې كاروائۍ پېل كړي دي۔ د هیومنېټیرین اسسټنس اېنډ ډیزاسټر ریلیف (اېچ اے ډی آر) ترمخه د پي اېن اېس ذوالفقار چارواكو او اهلكارو سری لنکا كښې سېلاب ځپليو سيمو كښې د رېسکیو او رېليف عمليات پېل كړي دي۔ کولمبو كښې د پاكستاني سفارت ترمخه د پاك سمندري ځواك بېلې ډلې د خپلو سري لنكن وروڼو مرستې له تېره ورځ سېلاب ځپليو سيمو ته روانې كړي دي۔ پاکستان نېوی میډیکل ډلې کالوترا ډسټرکټ هورانا كښې يو مېډیکل کېمپ جوړ كړے چرته چې د رنځورانو علاج كولې شي۔ سری لنکن نېوی کمانډر وائس اېډمرل روندرا د شورؤ په ورځ پاکستانی مېډیکل ډلې سره ملاقات وكړو۔ او په دې سخت وخت كښی ئې د مرستې په كاروائيو كولو د پاكستاني حكومت هڅې وستائلې۔ دې سره سره د پی اېن اېس ذوالفقار يوه بله ډله د ژوند بچ كوؤنكي سامان سره کالو ډینګر دریاب ته نزدې سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې كاروائيو كښې بوخت ده۔

مزید خبریں