جدہ ۔15فروری(اے پی پی)د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) په هند کښی د مسلمانو زده كوؤنكو په حجاب د بندېز په لګولو، په سوشل ميډيا د مسلمان مېرمنو په آن لائن ځورونې او په هریدوار کښې په هندو دھرم سنسد كښې د مسلمانانو د نسل كشۍ په اعلاناتو سخته اندېښنه ښكاره كړې ده۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې د او آئي سي جنرل سېكرټرېټ جده كښې په يو بيان …
د او آئي سي لخوا په هند كښې په حجاب د بندېز او د مسلمانانو د نسل كشۍ په اعلاناتو د اندېښنې څرګندونه٬ د بشري حقونو كونسل څخه د ضروري ګامونو پورته كولو غوښتنه

مزید خبریں
جدہ ۔15فروری(اے پی پی)د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) په هند کښی د مسلمانو زده كوؤنكو په حجاب د بندېز په لګولو، په سوشل ميډيا د مسلمان مېرمنو په آن لائن ځورونې او په هریدوار کښې په هندو دھرم سنسد كښې د مسلمانانو د نسل كشۍ په اعلاناتو سخته اندېښنه ښكاره كړې ده۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې د او آئي سي جنرل سېكرټرېټ جده كښې په يو بيان كښې په هند كښې په مسلمانانو ترسره كېدونكو روانو بريدونو سخته اندېښنه څرګندولو سره په ملګرو ملتونو زور راوړې چې هغه دې په هند کښی د مسلمانو زده كوؤنكو په حجاب د بندېز لګولو، په سوشل ميډيا د مسلمان مېرمنو آن لائن ځورونې او په هریدوار کښې په هندو دھرم سنسد كښې د مسلمانانو د نسل كشۍ اعلانانونو سخت نوټس واخلي۔ او آئي سي ووئيل چې په هند كښې مسلمانان او د هغوي عبادتخانې په نښه كولو له پرله پسې بريدونه ، په بېلو رياستونو كښې د مسلم مخالف قانون سازۍ اوسنې رجحاج او د مسلمانانو په ضد مخ په زياتېدونكې پېښې دغلته د اسلام مخالف پروپېګنډې ته د ودې وركولو رجحان په ګوته كوي۔ او آئي سي له نړيوالې ورورولۍ څخه او په خاص توګه د ملګرو ملتونو مېكانزم او جنېوا كښې د بشري حقونو كونسل خصوصي تګلارې څخه غوښتنه كړې ده چې هغه دې په دې لړ كښې ضروري ګامونه پورته كړي۔ د تنظیم جنرل سېکرټرېټ يو وارې بيا په هند زور راوړو چې هغه دې د خپلو وګړو د ژوند تحفظ له د مسلم کمیونټی حفاظت ٬ سلامتيا او خېر ښېګړه باوري كړي او د دوئي په ضد تشدد او كركه رامخې ته كوؤنكي وګړي او مجرمان دې انصاف سره مخ كړي










