برازيل ٬ د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 54 زره نه زيات كېسونه رپورټ شول

برازیلیا۔15فروری(اے پی پی) په برازیل كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نور 54 زره 540 نوې كېسونه رپورټ شول۔ دې نه وروستو په ګرد هېواد كښې د ځپليو مجموعي شمېره 27,538,503 شوه۔ د برازيل د روغتيا وزارت لمخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس 54 زره 540 نوې كېسونه رامخې ته شول چې ورسره د ځپليو مجموعي شمېره 27,538,503 …

برازیلیا۔15فروری(اے پی پی) په برازیل كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نور 54 زره 540 نوې كېسونه رپورټ شول۔ دې نه وروستو په ګرد هېواد كښې د ځپليو مجموعي شمېره 27,538,503 شوه۔ د برازيل د روغتيا وزارت لمخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس 54 زره 540 نوې كېسونه رامخې ته شول چې ورسره د ځپليو مجموعي شمېره 27,538,503 ته ورسېده۔ په دې مهال د دې وائرس د لاسه نور 473 كسان مړه شوي هم دي چې ورسره په ګرد هېواد كښې تر دې دمه د مړو مجموعي شمېره 638,913 ته رسېدلې ده۔ د دې وائرس څخه تر دې دمه 23,969,577 كسان ښه شوي هم دي۔ په ګرد هېواد په مجموعي توګه 2,932,641 كېسونه لا تراوسه فعاله دي۔ د وزارت لمخې 152.5 ملین وګړو ته د كورونا وېكسين دوه خوراكونه او 55.3 ملین ته بوسټر شاټ وركړې شوې دې۔ د رپورټ لمخې برازيل د كورونا وائرس د لاسه د مړو شمېرې اعتبار سره د نړۍ دوهم او هند درېم هېواد دې۔ په لومړي لمبر امريكا ده چرته چې د كورونا د لاسه تر ټولو زيات كسان مړه شوي دي۔