كابل 13 فروري (اے پي پي) افغان وګړو د امريكې لخوا په منجمد شويو خپلو اثاثو كښې درې نيم اربه ډالر د نائن الېون ځپليو ته د وركولو په اړه د امريكائي صدر د حكم غندنه كړې ده او وئيلي ئې دي چې دا اثاثې د افغان قوم دي. د امريكې خبر رسنې ادارې اېسوسي اېټډ پرېس له مخې د كابل د عيدګاه جومات په وړاندې افغان وګړي راجمع شول …
افغان وګړو د امريكې لخوا د دوي د قومي اثاثو منجمد كولو د پرېكړې غندنه وكړه

مزید خبریں
كابل 13 فروري (اے پي پي) افغان وګړو د امريكې لخوا په منجمد شويو خپلو اثاثو كښې درې نيم اربه ډالر د نائن الېون ځپليو ته د وركولو په اړه د امريكائي صدر د حكم غندنه كړې ده او وئيلي ئې دي چې دا اثاثې د افغان قوم دي. د امريكې خبر رسنې ادارې اېسوسي اېټډ پرېس له مخې د كابل د عيدګاه جومات په وړاندې افغان وګړي راجمع شول او د امريكې څخه ئې غوښتنه وكړه چې هغو د زرګونو په شمېر افغانانو ته دې مالي معاوضه وركړې شي كوم چې د دلته د تېرو دوه لسيزو په مهال وژل شوي دي. د افغانستان د پخواني حكومت د مالي چارو سلاكار طارق فرهادي د افغانستان د مركزي بانك اثاثې د ملګرو ملتونو تر واك لاندې كولو په پرېكړه نيوكه وكړه. ده ووئيل چې دا رقم مرستې لپاره نه دے بلكې د افغانستان د كرنسې مضبوطيا لپاره دے. ده د صدر جوبائيډن د حكم په قانوني حېثيت هم سوال وكړو. ده ووئيل چې دا اثاثې د افغان اولس دي ، بائيډن پرېكړه يو اړخيزه ده او نړيوال قانون سره سمون نه خوري. په نړۍ كښې كوم هم هېواد د كوم بل هېواد د اثاثو ضبط كولو پرېكړه نه شي كولې. د يادونې وړ ده چې د افغانستان تقريباً 9 اربه ډالر اثاثې بهر دي چې پكښې 7 اربه ډالرو په امريكا كښې دي، نورې اثاثې په المان، متحده عرب اماراتو او سوئټزرلېنډ كښې دي.










