اسلام آباد 31 مئی (اے پی پی) د وزیراعظم د سیاسی چارو خاص مرستيال او د مسلم لیګ (ن) وياند ډاکټر آصف کرمانی وئيلي دي د نهال هاشمی د ګوند رکنیت معطل کړې شوې، وزیراعظم ښكاره هدایت كړې چې هغه دې په سمدستي توګه د سناتورۍ څخه استعفیٰ وركړي۔ ډاکټر آصف کرمانی د شورو په ورځ جاری شوي بيان كښې وئيلي چې سناتور نهال هاشمی ته شوکاز نوټس جاری کړې …
د نهال هاشمی د ګوند رکنیت معطل کړې شوې

مزید خبریں
اسلام آباد 31 مئی (اے پی پی) د وزیراعظم د سیاسی چارو خاص مرستيال او د مسلم لیګ (ن) وياند ډاکټر آصف کرمانی وئيلي دي د نهال هاشمی د ګوند رکنیت معطل کړې شوې، وزیراعظم ښكاره هدایت كړې چې هغه دې په سمدستي توګه د سناتورۍ څخه استعفیٰ وركړي۔ ډاکټر آصف کرمانی د شورو په ورځ جاری شوي بيان كښې وئيلي چې سناتور نهال هاشمی ته شوکاز نوټس جاری کړې شوے۔ ده ووئيل نهال هاشمی وزیراعظم هاؤس ته راوبللې شو او دې شوکاز نوټس او دده د ګوند رکنیت معطل کېدو پرېكړې څخه خبر كړے شوے۔ ډاکټر آصف کرمانی نهال هاشمی ته ووئيل چې وزیراعظم د هغه په غیر ذمه واره بیان او د ګوند پالیسی او د ډسپلن خلاف ورزی په کولو د خفګان څرګندونه كړي۔ سناتور نهال هاشمی ته وئيلي شوي چې د وزیراعظم ښكاره هدایت دے چې هغه دے په سمدستي توګه د سناتورۍ څخه استعفیٰ وركړي۔








