په امريكا كښې منجمد د افغان فنډ په دوه برخو كښې د ويشلو صدارتي حكمانه جاري كړې شوه

واشنګټن 12 فروري (اے پي پي) د امريكې صدر په امريكا كښې منجمد د افغان فنډ په دوه برخو كښې د ويشلو صدارتي حكمانه جاري كړې. د برتانوي خبر رسنې ادارې له مخې د امريكې صدر جوبائيډن د افغانستان منجمد د 7 اربه ډالرو فنډ په دوه برخو كښې د ويشلو په صدارتي حكمنامه لاسليك كړے، د دې نه پس د نيم رقم ﴿ درې نيم اربه ډالر﴾ د افغان …

واشنګټن 12 فروري (اے پي پي) د امريكې صدر په امريكا كښې منجمد د افغان فنډ په دوه برخو كښې د ويشلو صدارتي حكمانه جاري كړې. د برتانوي خبر رسنې ادارې له مخې د امريكې صدر جوبائيډن د افغانستان منجمد د 7 اربه ډالرو فنډ په دوه برخو كښې د ويشلو په صدارتي حكمنامه لاسليك كړے، د دې نه پس د نيم رقم ﴿ درې نيم اربه ډالر﴾ د افغان اولس په انساني مرسته د خرڅ كولو او پاتې 3 نيم اربه ډالر د يوولسم ستمبر 2001 د بريدونو په ځپليو كښې وېشلو لپاره لار هواره شوې. له بلې خوا په قطر كښې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد نعيم د پرېكړې نه پس په ټويټ كښې په خپل غبرګون كښې وئيلي دي چې د افغانستان د مركزي بانك په فنډ قبضه كول غلا ده او د انساني او اخلاقي پرېوتنې تر ټولو ټيټې درجې ته د پرېوتو نښه ده. د يادونې وړ ده چې په تېر وخت كښې طالبانو وئيلي وو چې د افغانستان منجمد فنډ نه ستنول د ستونزو سبب جوړېدے شي چې ورسره به نه يوازې په اقتصادي توګه افغانستان لا وځپل شي بلكې په لويه شمېره خلق به پناه اخستلو لپاره د هېواد پرېښودلو هڅه وكړي. طالبانو څو ځله د امړيكې او نورو غېر ملكي حكومتونو او ادارو څخه غوښتنه كړې ده چې دا فنډ دې زر جاري كړے شي چې دغسې د افغانستان د بدحاله معيشت حالت ښه شي او د انساني بحران مخه ونيول شي.