په بوليويا كښې د بس او ټرك ترمېنځه د ټكر په پېښه كښې 8 كسان مړه شوي

لاپاز 12 فروري (اے پي پي) په بوليويا كښې د بس او ټرك ترمېنځه د ټكر په پېښه كښې 8 كسان مړه شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د ځائي پوليسو وياند فېلكس كوئسپ مېډيا ته وئيلي دي چې دا پېښه هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د سانتاكروز ډي لاسيرا ښار څخه تلونكې د مسافرو بس د تند رفتار له امله بې قابو كېدو سره د سړك …

لاپاز 12 فروري (اے پي پي) په بوليويا كښې د بس او ټرك ترمېنځه د ټكر په پېښه كښې 8 كسان مړه شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د ځائي پوليسو وياند فېلكس كوئسپ مېډيا ته وئيلي دي چې دا پېښه هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د سانتاكروز ډي لاسيرا ښار څخه تلونكې د مسافرو بس د تند رفتار له امله بې قابو كېدو سره د سړك په غاړه ولاړ ټرك سره ټكر شو. په پېښه كښې د يو ماشوم پشمول 8 كسان مړه شوي دي. پوليسو د پېښې مقدمه درج كولو سره پلټنې پېل كړې دي.