واشنګټن 11 فروري (اے پي پي) د امريكې صدر جوبائيډن د مېډيا داسې رپورټونه رد كړي دي چې ګني د هېواد په ځواكونو د هغه د افغانستان څخه د وتلو په پرېكړه عدم اطمينان موجود دے. بائيډن وئيلي دي چې د افغانستان څخه ځواكونه ويستلو لپاره كوم هم وخت ښه وخت نه و. د المان خبر رسنې ادارې له مخې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې روانه اونې په خپل رپورټ كښې …
د افغانستان څخه ځواكونه ويستلو لپاره كوم هم وخت ښه وخت نه و. د امريكې صدر

مزید خبریں
واشنګټن 11 فروري (اے پي پي) د امريكې صدر جوبائيډن د مېډيا داسې رپورټونه رد كړي دي چې ګني د هېواد په ځواكونو د هغه د افغانستان څخه د وتلو په پرېكړه عدم اطمينان موجود دے. بائيډن وئيلي دي چې د افغانستان څخه ځواكونه ويستلو لپاره كوم هم وخت ښه وخت نه و. د المان خبر رسنې ادارې له مخې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې روانه اونې په خپل رپورټ كښې د خپلو پلټنو او د امريكائي پوځ د يو شمېر كمانډرانو د دريځ حواله وركولو سره ليكلي وو چې د هېواد په ځواكونو كښې د هغه او حالاتو په اړه ډېر عدم اطمينان سره سره تنقيد هم موجود دے كله چې د صدر بائيډن انتظاميې تېر كال د اګست په مياشت كښې د افغانستان څخه د امريكائي ځواكونو په مكمل توګه د ويستلو پرېكړه كړې وه خو صدر بائيډن د المان خبر رسنې ادارې اېن بي سي سره په يوه مركه كښې داسې رپورټونه او د هېواد د پوځي كمانډرانو تنقيد رد كړو او وې وئيل چې د افغانستان څخه ځواكونه ويستلو لپاره خو كوم هم ښه وخت نه و.










