كابل 11 فروري (اے پي پي) د افغانستان په بادغېس ولايت كښې د جومات په خوا د چاودنې په نتيجه كښې يو تن شهيد او د درې ماشومانو پشمول 15 تنه ژوبل شوي دي. د افغانستان ځائي مېډيا له مخې د بادغېس ولايت د روغتيا محكمې مشر آصف قناعت وئيلي دي چې چاودنه د جمعې په ورځ د بادغېس ولايت په سرښار قلعه نو كښې د جومات په دروازه هغه …
د افغانستان په بادغيس ولايت كښې د جومات نه بهر چاودنه٬ يو تن شهيد٬د 3 ماشومانو پشمول 15 تنه ژوبل

مزید خبریں
كابل 11 فروري (اے پي پي) د افغانستان په بادغېس ولايت كښې د جومات په خوا د چاودنې په نتيجه كښې يو تن شهيد او د درې ماشومانو پشمول 15 تنه ژوبل شوي دي. د افغانستان ځائي مېډيا له مخې د بادغېس ولايت د روغتيا محكمې مشر آصف قناعت وئيلي دي چې چاودنه د جمعې په ورځ د بادغېس ولايت په سرښار قلعه نو كښې د جومات په دروازه هغه مهال وشوه كله چې خلق د لمونځ كولو نه پس د جومات نه وتل. د چاودنې پړه چا پغاړه نه ده اخستې. چارواكو د پېښې پلټنې پېل كړې دي.










