دا د ښځې حق دې چې هغه څه اغوستل غواړي٬ پرينكا ګاندھي

نوے ډيلے ۔10فروری(اے پی پی) د انډين نېشنل كانګريس لارښودې پرينكا ګاندي وئیلي چې دا پرېكړه كول د يوې ښځې حق دې چې هغه څه اغوستل غواړي۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې پرينكا ګاندھي په خپل يو ټويټ كښې ووئيل هر څه كه وي كه ګھونګټ وي ٬ د جينز جوړه وي يا حجاب كول ٬ دا پرېكړه به ښځه كوي چې هغه څه اغوستل غواړي۔ هغې په دې خبره …

نوے ډيلے ۔10فروری(اے پی پی) د انډين نېشنل كانګريس لارښودې پرينكا ګاندي وئیلي چې دا پرېكړه كول د يوې ښځې حق دې چې هغه څه اغوستل غواړي۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې پرينكا ګاندھي په خپل يو ټويټ كښې ووئيل هر څه كه وي كه ګھونګټ وي ٬ د جينز جوړه وي يا حجاب كول ٬ دا پرېكړه به ښځه كوي چې هغه څه اغوستل غواړي۔ هغې په دې خبره زور راوړو چې د دې حق ضمانت د هند آئين وركړې دېِ ۔هغې ليكلې چې په مېرمنو روان تشدد بايد بند كړې شي۔ دا خبره دې ياده وي چې په هندي ايالت كرناټك كښې د حجاب كشاله په اولني ځل د روان كال جنورۍ مياشت كښې په يو سركاري كالج كښې پېل شوه چرته چې هېډ سکارف اچوؤنكو 6 زده كوؤنكو انجونو ته د كېپمس پرېښودلو ووئيلې شؤ۔ دغې نه وروستو د ايالت نورو كالجونو هم د انجونو په حجاب كولو بندېز ولګولو