هند په مذهبي جنونيت كښی له ټولو حدونو تېر شوے٬ نويد شريف

لاهور۔10فروری(اے پی پی) د پاکستان تحريک انصاف سينئر مرکزي لارښود او د بهرنيو چارو د وزير صلاح کار نويد شريف وئيلي دي چې هند په مذهبي جنونيت کښې له ټولو حدونو تېر شوې دې، انتها خوښي هند په ظلم او زياتي كښې برما هم وروستو پرېښودلې ده ٬ په هند كښې اقليتونه ويرې سره مخ دي ٬ د مودي په هند كښې په حجاب بندېز د مذهبي جنونيت انتها ده۔ …

لاهور۔10فروری(اے پی پی) د پاکستان تحريک انصاف سينئر مرکزي لارښود او د بهرنيو چارو د وزير صلاح کار نويد شريف وئيلي دي چې هند په مذهبي جنونيت کښې له ټولو حدونو تېر شوې دې، انتها خوښي هند په ظلم او زياتي كښې برما هم وروستو پرېښودلې ده ٬ په هند كښې اقليتونه ويرې سره مخ دي ٬ د مودي په هند كښې په حجاب بندېز د مذهبي جنونيت انتها ده۔ په خپل بيان كښې هغه ووئيل هند كښې اقليتونو محفوظ نه دي٬ مسلمانان تشدد سره مخ كولې شي٬ نړيوال قوتونه بايد د هندي جنونيت په ضد غږ پورته كړي٬ د كشميري اولس غږ جوړېدو سره دوئي ته د خپلواكۍ حق وركول د ملګرو ملتونو ذمه واري ده۔ ملګري ملتونه دې په كشمير كښې د هندي پوځ د ترهګرۍ نوټس واخلي۔