بيجنګ 09 فروري (اے پي پي) چين د پاکستان وزيراعظم عمران خان د بيجنګ سرمائي اولمپکس پرانستې دستوره كښې د ګډون ستائنه كولو سره وئيلي دي د چين تماشګيرو لخوا د پاکستان وزيراعظم او د پلاوي د تود هركلي نه يو ځل دا بيا څرګنديږي چې د دواړو هېوادونو د اولس په زړونو كښې دوستي لكه د فولاد غوندې مستحكمه ده۔ د چين د خارجه زارت وياند زهاٶ ليجيان په …
بيجنګ ونټر اولمپكس دستوره كښې د وزيراعظم عمران خان ګډون د ستائنې وړ دے۔ چين

مزید خبریں
بيجنګ 09 فروري (اے پي پي) چين د پاکستان وزيراعظم عمران خان د بيجنګ سرمائي اولمپکس پرانستې دستوره كښې د ګډون ستائنه كولو سره وئيلي دي د چين تماشګيرو لخوا د پاکستان وزيراعظم او د پلاوي د تود هركلي نه يو ځل دا بيا څرګنديږي چې د دواړو هېوادونو د اولس په زړونو كښې دوستي لكه د فولاد غوندې مستحكمه ده۔ د چين د خارجه زارت وياند زهاٶ ليجيان په امروزه بنياد د بريفنګ په مهال د شورو په ورځ د پاکستان سركاري خبرې رسنې اېجنسۍ ” اے پي پي” لخوا د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل مونږ د وزيراعظم عمران خان لخوا د بيجنګ سرمائي اولمپکس پرانستې دستوره كښې د ګډون تود هركلے كوٶ۔ ده د اېتھلټس پرېډ په مهال د وزيراعظم او د ھغه د پلاوي د تود هركلي حواله وركولو سره ووئيل دې څخه دا څرګندېږي چې د دواړو هېوادونو د اولس په زړونو كښې دوستي لكه فولاد غوندې مستحكمه ده۔ ده ووئيل په اولمپكس كښې د پاكستاني ايتھلټس برخه اخستل او د پاکستان د بېلا بېلو سماجي څانګې لخوا د بيجنګ ګېمز ملاتړ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شريكې مرستې د غوره رواياتو له مخئ دے او دې څخه د پاکستان اولمپك جذبه لا زياتېدو له د عزم هم عكاسي كېږي










