اسلام آباد 31 مئی (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا وئېلي دي وفاقي بجټ اولس دوسته او متوازن دے ٬د پارلمان په شتوالي كښې د پارلمان نه بهر اپوزيشن اسمبلۍ ولې لګوۍ٬وزيراعظم د فاټا اصلاحاتو په اړھ 100 فيصده مشاورت او اتفاق غواړي ٬صوبائي حكومت سره مرسته روانه ده٬د تاؤ ترېخوالي پېدا كولو موقع نه دوي راكړی او نه ما وركړی٬د پي ټي آئي قامي اسمبلۍ غړې شيريں …
وفاقي بجټ اولس دوسته او متوازن دے٬د پارلمان په شتوالي كښې د پارلمان نه بهر اپوزيشن غونډې ولې كوي

مزید خبریں
اسلام آباد 31 مئی (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا وئېلي دي وفاقي بجټ اولس دوسته او متوازن دے ٬د پارلمان په شتوالي كښې د پارلمان نه بهر اپوزيشن اسمبلۍ ولې لګوۍ٬وزيراعظم د فاټا اصلاحاتو په اړھ 100 فيصده مشاورت او اتفاق غواړي ٬صوبائي حكومت سره مرسته روانه ده٬د تاؤ ترېخوالي پېدا كولو موقع نه دوي راكړی او نه ما وركړی٬د پي ټي آئي قامي اسمبلۍ غړې شيريں مزاري د ګاډي او زما د ګاډي د پیښې اطلاعات رښتيا نه لري۔د شورو په ورځ د پارلمان پھ خوا كښې مېډيا سره خبرو كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل وفاقي بجټ متوازن او اولس دوسته دے٬پھ دې كښې ټولو طبقو له اسانۍ وركړی شوې٬مخالفې ډلې له ايوان ته تلل غواړي او به بجټ بحث كښې ورله برخه اخستل او پھ دې اړه خپل تجاويز وړاندې كول پكار دي۔۔ده ووئيل د فاټا اصلاحات بائد د فاټا اولس د رايو له مخې وكړی شي ده ووئيل د خېبرپښتونخوا حكومت سره هر ډول مرسته روانه ده








