افغان امنيتي ځواكونو كښې 630 پوځي ځوانان شامل كړې شول

کابل۔9فروری(اے پی پی) د افغانستان په شمالي ولایت قندوز كښې 630 تربيه شوي سرتېري له افغان ځواکونو سره یو ځائې كړې شوي دي۔ د چين د نړيوالې ميډيا رپور لمخې د افغانستان د دفاع وزارت تېره ورځ په يو بيان كښې ووئيل چې قندوز كښې د 217 م اوماري كارپس 7 م برېګېډ ټرېننګ سېنټر څخه تېره ورځ 50 ځوانان د 2 مياشتو پوځي او فني تربيه ترلاسه كولو نه …

کابل۔9فروری(اے پی پی) د افغانستان په شمالي ولایت قندوز كښې 630 تربيه شوي سرتېري له افغان ځواکونو سره یو ځائې كړې شوي دي۔ د چين د نړيوالې ميډيا رپور لمخې د افغانستان د دفاع وزارت تېره ورځ په يو بيان كښې ووئيل چې قندوز كښې د 217 م اوماري كارپس 7 م برېګېډ ټرېننګ سېنټر څخه تېره ورځ 50 ځوانان د 2 مياشتو پوځي او فني تربيه ترلاسه كولو نه وروستو فارغ شوي دي كوم به چې په شمالي ولايتونو كښې د اولس او د هېواد پولو ساتلو له تعينات كړې شي۔ د ذريعو لمخې څو ورځې وړاندې په قندوز ولايت كښې 580 عسكرو پېشه وره تربيه بشپړ كولو څخه وروستو سندونه ترلاسه كړي چې ورسره په صوبه كښې د تربيه ترلاسه كولو نه وروستو په پوځ كښې د شاملېدونكو عسكرو شمېره 630 ته رسېدلې ده۔ د افغان پوځ مشر قاری فصیح الدین په خپل اوسني بيان كښی وئيلي دي چې حکومت د هېواد امنيت باوري كولو له قابل او صلاحيت لرونكې پوځ تياروي۔ په دې مهال د صوبائي پوليس دوهم مشر محمد مهاجر ووئيل چې امنيتي ځواكونو په لوئيديز نمروز ولايت كښی د كرېك ډاؤن په مهال د اغوا كارو څخه يو ډاكټر خوشې كړې او درې كسان ئې ګرفتار كړي دي۔