افغانستان – د پخواني حکومت ټولې نښې لرې كړې شوې

کابل۔9فروری (اے پی پی) په افغانستان کښې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په پلازمینه کابل کښې د پخواني حکومت ټولې ښکاره نښې لرې كړې شوې دي. د فرانسيسي خبري اژانس د راپور له مخې د طالبانو لخوا په لرې شویو نښو کښې د پخواني حکومت بېرغونه، د بريدونو په مهال د وژل شويو ملي اتلانو عكسونه او نور يادګارونه شامل دي۔ د کابل په دېوالونو نوې نعرې درج كړې شوې …

کابل۔9فروری (اے پی پی) په افغانستان کښې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په پلازمینه کابل کښې د پخواني حکومت ټولې ښکاره نښې لرې كړې شوې دي. د فرانسيسي خبري اژانس د راپور له مخې د طالبانو لخوا په لرې شویو نښو کښې د پخواني حکومت بېرغونه، د بريدونو په مهال د وژل شويو ملي اتلانو عكسونه او نور يادګارونه شامل دي۔ د کابل په دېوالونو نوې نعرې درج كړې شوې دي كومو كښې چې يوه دا ده “د پاك پروردګار په مرسته زمونږ اولس امریکا ته ماتې ورکړه.” د طالبان مخالف وژل شوي قومندان احمدشاه مسعود خپل ټرېډ مارك پكول ټوپۍ كومه چې نزدې د هرې كوڅې زينت جوړه شوې وه پوښل شوې ده۔ دې سره سره د كابل تر ټولو دنګ غر (هل ټاپ) څخه د پخواني حکومت بېرغ لرې كړې شوې دې او اوس دغه بېرغ د فلېګ پول يخې سيمې په منځ كښې پروت دے۔