ملګري ملتونه ۔7 فروری(اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د چين مستقل استازي ژانګ جون د امريكائي سفير لنډا تھامس ګرین فیلډ لخوا د چين په ضد لګولې شوي بې بنسټه تورونه سختۍ سره رد كولو سره وئيلي دي چې سوريه ٬ افغانستان او عراق كښې د امريكائي عسكرو د عامو وګړو بې درېغه وژل د جنګي جرمونو برخه جوړه شوې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې لمخې هغه د …
په سوريه ٬ افغانستان او عراق كښې د امريكائي عسكرو د عامو وګړو بې درېغه وژل د جنګي جرمونو برخه جوړه شوې ده٬ د چين لخوا په ملګرو ملتونو كښې د امريكائي سفير د تورنو ځواب

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔7 فروری(اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د چين مستقل استازي ژانګ جون د امريكائي سفير لنډا تھامس ګرین فیلډ لخوا د چين په ضد لګولې شوي بې بنسټه تورونه سختۍ سره رد كولو سره وئيلي دي چې سوريه ٬ افغانستان او عراق كښې د امريكائي عسكرو د عامو وګړو بې درېغه وژل د جنګي جرمونو برخه جوړه شوې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې لمخې هغه د امريكا خپرونې ادارې سره مركه كښې ووئيل امريكا يو وارې بيا په چين تورونه لګولې دي د او د بیجنګ ونټر اولمپکس ٬ سنکیانګ او د تائیوان په څير مسئلو په اړه يۍ غلط او غېر ذمه واره ريماركس وركړې دي۔ دا ډول بې بنسټه او په سياسي توګه په تعصب اډانه ټكي د چين او امريكا ترمينځه تاؤ او تريخوالې رامخې ته كوي۔ هغه ووئيل د بيجنګ ونټر اولمپكس پرانستې دستوره كښې د 70 هېوادونو او د نړيوالو تنظيمونو نزدې 170 نمائندګانو ګډون وكړو كومو كښې چې 31 حكومتي مشران يا د شاهي كورنيو غړي او د نړيوالو تظيمونو مشران شامل وو۔ هغه ووئيل په سوريه ٬ افغانستان او عراق كښې د امريكائي پوځ د لاسه د مېرمنو او كوچنيانو په شمول د عامو وګړو بې درېغه وژنه وړاندې څخه د جنګي جرمونو برخه جوړه شوې ده او د دې په نتيجه كښې امريكا سياسي ٬ اقتصادي ٬ سماجي او د سلامتيا او صحت عامه مسئلو سره مخ ده۔ هغه ووئيل په داسې حالاتو كښې به امريكا له د تصادم پېدا كولو او د نورو هېوادونو د پرمختګ په لاره كښې د خنډانو ودرولو په ځائې د خپل اولس غږ اورېدل او خپلې مسئلې حل كولو ته پام ګرځول وي۔ سفیر ووئيل امريكا ته زما مشوره ده چې هغه دې په ناوړه لاره له تللو څخه ډډه وكړي ولې چې دې سره به يوازې دا نه چې امريكا زيانمنه شي بلكې د دې د لاسه به نړۍ لپاره نورې مسئلې هم رامخې ته شي۔










