ليما 05 فروري (اے پي پي) د سوئيلي امريكې په پيرو هېواد كښې الوتكه نسكوره شوې چې پكښې 7 كسان مړه شوې دي۔ د چين خبررسنې ادارې له مخې د پيرو اړوند وزارت خپل جاري بيان كښې وئيلي دي چې الوتكه د ټېك آف نه پس د ځائي وخت له مخې 12:10 بجې په نازکا ښار كښې د ماريا ريشے ايئر فيلډ سره نزدې نسكورېدو سره تباه شوې ده كومه …
پيرو كښې الوتكه نسكورېدو سره تباه شوې٬ 7 كسان مړه

مزید خبریں
ليما 05 فروري (اے پي پي) د سوئيلي امريكې په پيرو هېواد كښې الوتكه نسكوره شوې چې پكښې 7 كسان مړه شوې دي۔ د چين خبررسنې ادارې له مخې د پيرو اړوند وزارت خپل جاري بيان كښې وئيلي دي چې الوتكه د ټېك آف نه پس د ځائي وخت له مخې 12:10 بجې په نازکا ښار كښې د ماريا ريشے ايئر فيلډ سره نزدې نسكورېدو سره تباه شوې ده كومه كښې چې د عملې دوه كسانو پشمول 5 سېلګري مړه شوي كوم چې د امريكې٬ هالېنډ او چلي نه راغلي وو۔ د پيرو د ايوي ايشن اېکسېډنټ انوېسټي ګېشن کمېشن جنرل ډائريکټوريټ آف سول ايروناټکس په مرسته د پېښې په اړه پلتنېې پېل كړې شوې دي










