بيجنګ 04 فروري (اے پي پي)د نړيوالو چارو پوهانو د نړۍ څخه غوښتنه كړې چې هغوي په افغانستان كښې د موجوده بشري بحران حل لپاره راوړاندې شي ځكه چې هرې تېرېدونكې ورځې سره دا بحران زياتيږي او دا د پاكستان سلامتيا لپاره خطره ده۔د جمعې په ورځ د تل پاتې پرمختګ پالېسۍ ادارې(اېس ډي پي آئي)سيوري لاندې د"افغانستان صورتحال د پاكستان په سلامتيا اثرات"په اړه ويبينار ته د خطاب كولو …
په افغانستان كښې موجوده بشري بحران امن لپاره لپاره خطر٬نړۍ دې مرستې لپاره راوړاندې شي۔پوهان

مزید خبریں
بيجنګ 04 فروري (اے پي پي)د نړيوالو چارو پوهانو د نړۍ څخه غوښتنه كړې چې هغوي په افغانستان كښې د موجوده بشري بحران حل لپاره راوړاندې شي ځكه چې هرې تېرېدونكې ورځې سره دا بحران زياتيږي او دا د پاكستان سلامتيا لپاره خطره ده۔د جمعې په ورځ د تل پاتې پرمختګ پالېسۍ ادارې(اېس ډي پي آئي)سيوري لاندې د”افغانستان صورتحال د پاكستان په سلامتيا اثرات”په اړه ويبينار ته د خطاب كولو په مهال مقررين وئېلي دي ټول هېوادونه دې د خپلې ګټې په رڼا كښې د دې خبرې تعين وكړي چې په سباؤن كښې د افغانستان طالبانو حكومت سره په كوم ډول خبرې وكړې شي۔د اېس ډي پي آئي لخوا جاري شوي پرېس رېليز له مخې په دې موقع په افغانستان كښې د پاكستان پخوانې سفير اياز وزير ووئيل د تېرو 6 مياشتو په مهال د هېواد په معاملات د طالبانو ګرفت د هغوي د حكمرانۍ قابليت څرګندوي۔ده ووئيل وړومبي مونږ له افغانستان كښې د خپلې او بيا نورو هېوادونو سره په هغمږۍ د سيمه ايزې ګټې خيال ساتل پكار دي۔ده ووئيل دا مهال د طالبانو حكومت ته رامخې ته شوې تر ټولو لويه مسئله بشري بحران دے۔نوموړې خبريال او مصنف زاهد حسېن وئېلي دي په افغانستان كښې اوسني بدلون يو داسې صورتحال پېدا كړے كوم چې ټول جغرافيائي سياست ښوځولے ۔ده ووئيل د تېرو 20 كلونو څخه د افغانستان انحصار په غېر ملكي مرسته و او اوس هم خپلې معاشي بقا لپاره مرستې اه اړتيا لري










