کابل۔3فروری(اے پی پی) د افغانستان په پلازمينه كابل كښې د يو نجي كتابتون فیاضی لائبریری لاندې د "كه غواړې نو ته كولې شې" په سرخط د كتاب لوستلو مقابله وشوه په كومه كښې چې 400 هلكانو او انجونو برخه واخسته۔ په مقابله كښې برخه اخستونكو كښې 250 انجونې او 150 هلكان شامل وو۔ دا مقابله د 12 جماعت طالب علم شكريه يعقبوي وګټله۔ د چين خبر رسنې ادارې لمخې مقابله …
افغانستان ٬ د نجي كتابتون لاندې د كتاب لوستلو مقابله ٬ 400 هلكانو او انجونو برخه واخسته

مزید خبریں
کابل۔3فروری(اے پی پی) د افغانستان په پلازمينه كابل كښې د يو نجي كتابتون فیاضی لائبریری لاندې د “كه غواړې نو ته كولې شې” په سرخط د كتاب لوستلو مقابله وشوه په كومه كښې چې 400 هلكانو او انجونو برخه واخسته۔ په مقابله كښې برخه اخستونكو كښې 250 انجونې او 150 هلكان شامل وو۔ دا مقابله د 12 جماعت طالب علم شكريه يعقبوي وګټله۔ د چين خبر رسنې ادارې لمخې مقابله كښې ګډون كوؤنكې 18 كلنې زده كوؤنكې شوكېبا شهادتي ووئيل چې كتاب لوستلو سره زمونږ په سماجي او سائنسي معلوماتو كښې اضافه كېږي ځكه زه نورو ته هم د دې ترغيب وركول غواړم۔ د كتابتون مشر محمد نسيم اميري ووئيل مقابله كښې اولني او دوهم پوزيشن ترلاسه كوؤنكو ته به نغد انعام او درېم پوزيشن ترلاسه كوؤنكي ته به سمارت سېلولر فون وركولې شي۔ هغه ووئيل افغانستان كښې زياتره خلك لوستي نه دي بياهم هيله لرم چې د هېواد سباؤن به ښه وي ولې چې نوې كول د تعليم او معلوماتو ترلاسه كولو شوق لري۔










