اسلام آباد 30 مئی (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي پاكستان تهائي لينډ سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او پاكستان سوئېلي ختيزې آسيائي منطقې سره سياسي او تجارتي اړيكې زياتول غواړي ۔اولس مشر د نهې پھ ورځ دا خبره د پاكستان تهائي لينډ لپاره نومولې سفير عاصم افتخار احمد سره په ايوان صدر كښې ملاقات كښې كړی۔اولس مشر سفير ته ووئيل پاكستان ته د آسيان بشپړه غړيتوب …
پاكستان تهائي لينډ سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او پاكستان سوئېلي ختيزې آسيائي منطقې سره سياسي او تجارتي اړيكې زياتول غواړي

مزید خبریں
اسلام آباد 30 مئی (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي پاكستان تهائي لينډ سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او پاكستان سوئېلي ختيزې آسيائي منطقې سره سياسي او تجارتي اړيكې زياتول غواړي ۔اولس مشر د نهې پھ ورځ دا خبره د پاكستان تهائي لينډ لپاره نومولې سفير عاصم افتخار احمد سره په ايوان صدر كښې ملاقات كښې كړی۔اولس مشر سفير ته ووئيل پاكستان ته د آسيان بشپړه غړيتوب وركولو له د منطقې هېوادونو سره نزدې اړيكې بائد قوي كړی شي۔ده هيله څرګنده كړه چې غوره شوي سيفر عاصم افتخار به د دواړو هېوادونو دوه اړخيزه اړيكو ودې له خپل كردار ترسره كړي۔اولس مشر ووئېل د تجارت٬دفاع او تعليم په لړ كښې مرستې لا زياتولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل د آزاد تجارت ودې لپاره كېدونكې لوظ نامه كښې په تندۍ د پېشرفت ضرورت دے دغسې چې تر كال 2017 دې له عملي شكل وركړې شي۔اولس مشر غوره شوي سفير ته سپارښتنه وكړه چې تهائي لينډ كښې د مېشته پاكستانيانو سره نزدې اړيكې وساتئ او هغوي له بشپړه آسانۍ وركړئ








