واشنګټن۔3فروری(اے پی پی)امریکا نړيوالو بېنكونو ته بشري مقصدونو او د مرستې ډلو لپاره افغانستان ته د رقوم منتقل كولو اجازه وركړې ده ، چې ورسره به سركاري استاذانو او د روغتيا په څانګه كښې كار كوؤنكو ته د تنخا وركولو اجازه وي۔ د امريكې د خزانې څانګې تېره ورځ په يو بيان كښې ووئيل نړيوال بېنك بشري مقصدونو لپاره اوس افغانستان ته رقوم منتقل كولې شي او د مرستې ډلو …
نړيوال بېنكونه افغانستان ته د مرستې رقوم منتقل كولې شي٬ امريكا

مزید خبریں
واشنګټن۔3فروری(اے پی پی)امریکا نړيوالو بېنكونو ته بشري مقصدونو او د مرستې ډلو لپاره افغانستان ته د رقوم منتقل كولو اجازه وركړې ده ، چې ورسره به سركاري استاذانو او د روغتيا په څانګه كښې كار كوؤنكو ته د تنخا وركولو اجازه وي۔ د امريكې د خزانې څانګې تېره ورځ په يو بيان كښې ووئيل نړيوال بېنك بشري مقصدونو لپاره اوس افغانستان ته رقوم منتقل كولې شي او د مرستې ډلو ته اجازه ده چې هغه د سركاري ادارو استاذانو او د روغتيا په څانګه كښې كاركوؤنكو ته تنخا وركړي۔ د امريكې د خزانې څانګې وئيلي چې بېنك د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې كارونو له په لېن دېن عملدرآمد كولې شي په كوم كښې چې د بقاياجاتو ادائيګي ٬ نجي او سركاري ملكيت لرونكو افغان ډپازټری ادارو ته د رقوم منتقل كېدل هم شامل دي۔ څانګې طالبانو سره د لېن دېن اجازې په لړ كښې يوه خاكه هم وړاندې كړې ده٬ په كومه كښې چې ممنوعه حقاني نېټ ورك هم شامل دے۔ د دې له مخې به افغان اولس سره د نېغ په نېغه مرستې كولو له ځينې لوظنامې لاس ليك كول لازمي وي۔ خارجه څانګې په خپل يو بيان كښې وئيلي چې مرستيالې ډلې د مرستې عملياتو لپاره طالبان ٬ حقاني نېټ ورك يا داسې كومې ادارې څخه كومه چې د 50 فيصده نه زياته مالكه وي ٬ محصول ٬ فيس يا د درآمداتو ډيوټي ادائيګۍ ٬ يا اجازت نامې ٬ لائسنس ٬ د پبلك يوټېلټي سروسز اخستو يا د دې د وصولۍ مجاز دي۔ څانګې وئيلي چې مرستيالو ډلو ته په بشري بنيادونو عمليات كولو له افغانستان ته د نغد رقوم لېږلو اجازه ده او هغوي د سركاري روغتونونو عملې او د سكولونو استاذانو ته نېغ په نېغه ادائيګي كولې شي۔










