د قامي اسمبلۍ سپيكر د پاناما پيپرز په اړه خاص پارلماني كمېټۍ جوړه كړه٬د مخالفې ډلې او حكومت لخوا شپږ شپږ غړي شامل دي

اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ټي او آرز جوړولو لپاره د 12 كسيزه پارلماني كمېټۍ اعلان وكړو چې پكښې د مخالفې ډلې او حكومت لخوا شپږ شپږ غړي شامل دي۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د نهې پھ ورځ د جاري شوي نوټيفيكېشن له مخې كمېټۍ كښې د حكوت لخوا وفاقي وزيران سناتور اسحاق ډار٬خواجه سعد رفيق٬خواجه محمد آصف٬اكرم خان دراني٬دوهمه وزيره انوشه …

اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ټي او آرز جوړولو لپاره د 12 كسيزه پارلماني كمېټۍ اعلان وكړو چې پكښې د مخالفې ډلې او حكومت لخوا شپږ شپږ غړي شامل دي۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د نهې پھ ورځ د جاري شوي نوټيفيكېشن له مخې كمېټۍ كښې د حكوت لخوا وفاقي وزيران سناتور اسحاق ډار٬خواجه سعد رفيق٬خواجه محمد آصف٬اكرم خان دراني٬دوهمه وزيره انوشه رحمان اېډووكېټ٬سناتور حاصل بزنجو او د مخالفې ډلې لخوا سناتور چوهدري اعتزاز احسن٬سناتور محمد علي سېف٬سناتور الياس احمد بلور٬مخدوم شاه محمود قرېشي٬صاحبزاده طارق الله او چوهدر طارق بشير چيمه نامې شامل دي۔د قانون او انصاف وفاقي وزير به د كمېټۍ غړے وي۔كمېټۍ به په پانامه پيپرز كښې د پورته كړی شويو شخړيزو معاملو٬آف شور كمپنو٬پاكستان څخه بهر د كرپشن او كمېشن رقم منتقل كولو او د بينك قرضې بخښلو په اړه د ټرمز آف ريفرنس(ټي او آرز)جوړوي۔سپيكر ته به د كوم هم پارلماني مشر په خواست د كوم هم غړي د بدلولو اختيار وي۔كمېټي به په دوه اونو كښې راپور مرتب كوي۔

مزید خبریں