افغانستان ، قندھار كښې د درملو جوړولو كارخانه ولګولې شوه

کابل ۔1فروری(اے پی پی) د افغانستان په قندهار ولايت كښې د درملو جوړولو يوه كارخانه لګولې شوې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې لمخې د درملو جوړولې كمپنۍ مشر محمد سيد صديقي وئيلي چې د ځائي تجارانو په مرسته د افغانستان په سوئيلي ولايت قندهار كښې د درملو جوړولو يوه كارخانه لګولې شوې ده۔ هغه ووئيل په دې منصوبه كښې په مجموعي توګه د 50 ملين امريكائي ډالرو سرمايه كاري …

کابل ۔1فروری(اے پی پی) د افغانستان په قندهار ولايت كښې د درملو جوړولو يوه كارخانه لګولې شوې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې لمخې د درملو جوړولې كمپنۍ مشر محمد سيد صديقي وئيلي چې د ځائي تجارانو په مرسته د افغانستان په سوئيلي ولايت قندهار كښې د درملو جوړولو يوه كارخانه لګولې شوې ده۔ هغه ووئيل په دې منصوبه كښې په مجموعي توګه د 50 ملين امريكائي ډالرو سرمايه كاري شوې ده۔ هغه زياته كړه چې دا پلانټ به ډېر زر كار پېل كړي۔ د تېر كال اګست مياشتې په نيمائي كښې د طالبانو په اقتدار كښې د راتللو نه وروستو دا لومړۍ موقعه ده چې په قندهار كښې د درملو جوړولو يوه كارخانه جوړه كړې شوې ده۔ د محمد سيد صديق لمخې دا كارخانه به د ساعت په سر 2 ملینه ګولۍ ٬ 1 ملين كېپسول او 100,000 د داروګانو بوتلې جوړوي۔

مزید خبریں