اسلام آباد ۔ 29 مئی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي اولس ته د معياري درملنې اسانۍ وركولو او ضروري داروګان په ارزان نرخ وركول د حكومت او ټولنې بنيادي ذمه واري ده۔ پمز كښې بستر شويو رنځورانو ته د 100 فيصد داروګانو وركولو تګلار وضع كولو له د وفاقي محتسب كردار د ستائنې وړ دے۔ ده د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د ضروري داروګانو …
د اولس مشر په مشرۍ كښی پمز روغتون كښې بستر شويو رنځورانو ته د 100 فيصد داروګانو وركولو په اړه د كمېټۍ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 29 مئی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي اولس ته د معياري درملنې اسانۍ وركولو او ضروري داروګان په ارزان نرخ وركول د حكومت او ټولنې بنيادي ذمه واري ده۔ پمز كښې بستر شويو رنځورانو ته د 100 فيصد داروګانو وركولو تګلار وضع كولو له د وفاقي محتسب كردار د ستائنې وړ دے۔ ده د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د ضروري داروګانو رسنې مانيټرنګ كمېټۍ او پمز كښې بستر شويو رنځورانو ته د 100 فيصد داروګانو وركولو سره د اړوند كمېټۍ غونډې مشري كوله۔ په دې مهال وفاقي محتسب سلمان فاروقي ٬ دوهم وزير طارق فضل چوهدري ٬ وائس چانسلر SZABMU، میئر اسلام آباد انصر عزیز، اعلیٰ چارواكي ٬ د فارماسیوټیکل کمپنیو استازي او د روغتيا بېلو څانګو سلاكار موجود وو۔ اولس مشر د جعلي داروګانو كتنې له د 2D بار کوډنګ په طريقه كار د اطمينان څرګندونه وكړه۔ د كومې چې وفاقي كابينې منظوري وركړې۔ اولس مشر ته ووئيلې شو چې موجوده وفاقي ميډيكل كالج كوم چې د تېرو 5 كلونو څخه د ډرګ رېګولېټري اتھارټي په لېبارټرۍ كښی دے دا به الفارابي سېنټر ته منتقل كولې شي۔ او دا به د لېبارټري ډبليو اېچ او منظور كړې شوي ډرګ ټېسټېنګ له كارولې شي۔ اولس مشر ددې ستائنه وكړه او هيله له ئې ولرله چې د ډبلیو اېچ او ایکرېډیډیشن سره د هېواد داروګانو برآمداتو كښې زياتوالې او د غېر ملكي زرمبادلې ترلاسه كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ اولس مشر د د اعلی معيار داروګانو رسنې ٬ د كم قيمته او جعلي داروګانو چېكنګ او د ژوند بچ كولو داروګانو رسنې له د وفاقي محتسب د كردار ستائنه وكړه۔ ده اړوند ادارو ته هدايت وكړو چې هغوي دې په فعاله توګه د راپور لاګو كولو له سفارشات تيار كړي او اولس ته دې په ارزان نرخ دارګان وركول باوري كړي۔ اولس مشر پمز كښې بستر شويو رنځورانو ته د داروګانو رسنه باوري كولو هدايت وكړو۔ اولس مشر په دې خبر زور راوړو چې د اولسي مسئلو حل نه يوازې د رياست ذمه واري ده بلكې دا بايد مذهبي جذبې سره ادا كړې شي۔








