سرينګر 30 جنوري (اے پي پي) په مقبوضه جمو و كشمير كښې هندي ځواكونو په پلوامه او بډګام ضلعو كښې 5 كشميري ځوانان شهيدان كړي دي. د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو څلور ځوانان د پلوامه په نائير سيمه كښې او يو د بډګام په چرار شريف سيمه كښې د محاصرې او لټون په جلا جلا عملياتو كښې شهيدام كړي دي. قابض ځواكونو ټولې داخلي او خارجي لارې …
په مقبوضه جمو و كشمير كښې هندي ځواكونو په پلوامه او بډګام ضلعو كښې 5 كشميري ځوانان شهيدان كړل

مزید خبریں
سرينګر 30 جنوري (اے پي پي) په مقبوضه جمو و كشمير كښې هندي ځواكونو په پلوامه او بډګام ضلعو كښې 5 كشميري ځوانان شهيدان كړي دي. د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو څلور ځوانان د پلوامه په نائير سيمه كښې او يو د بډګام په چرار شريف سيمه كښې د محاصرې او لټون په جلا جلا عملياتو كښې شهيدام كړي دي. قابض ځواكونو ټولې داخلي او خارجي لارې بندې كړې دي او د موبائل فون انټرنېټ سروس ئې معطل كړے دے. تر وروستيو اطلاعاتو په دواړو سيمو كښې پوځي عمليات روان وو.










