کابل 28 جنوري (اے پي پي) د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو رابطه دفتر (او سي اېچ اے) وئيلي دي ملګرو ملتونو او د بشري همدردۍ شراكتدارو په افغانستان كښې د تېر كال په آخري څلورو مياشتو كښې د ليکويډيټي بحران څخه د ځپلو لكهونو افغانانو مرسته كړې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخئ د تنظيم د سوشل ميډيا په پليټ فارمز وئيلي دي د كال 2021 په …
د كال 2021 په آخري څلورو مياشتو كښې د لكهونو په شمېر افغانانو سره مرسته شوې۔ او سي اېچ اے

مزید خبریں
کابل 28 جنوري (اے پي پي) د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو رابطه دفتر (او سي اېچ اے) وئيلي دي ملګرو ملتونو او د بشري همدردۍ شراكتدارو په افغانستان كښې د تېر كال په آخري څلورو مياشتو كښې د ليکويډيټي بحران څخه د ځپلو لكهونو افغانانو مرسته كړې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخئ د تنظيم د سوشل ميډيا په پليټ فارمز وئيلي دي د كال 2021 په آخري څلورو مياشتو كښې د ملګرو ملتونو او په افغانستان كښې د بشري همدردۍ شراكتدارو د 9.4 مېليونه خلقو ته د خوراك مرسته او د 1.6 مليونه خلقو ته د صحت پحقله سهولتونه وركړي۔ د او سي اېچ اے له مخئ د سخت غذائۍ قلت څخه ځپلې 2 لكه 76 زره نه د زياتولو كوچنيانو درملنه شوې او د 3 لكه 53 زره افغانانو ته ذكر شوې موده كښې د ژمي د موسم مرسته وركړې شوې او عطيه كوٶنكو افغانستان لپاره د 2021 په مهال دوه انساني اپيلونو لپاره نزدې 1.5 بېليونه امريكائي ډالره وركړي










