د افغانستان او تركمانستان ترمينځه پاور لائن منصوبه لاس ليك شوه

کابل ۔28جنوری(اے پی پی) د افغانستان او ترکمانستان ترمينځه پاور لائن پراجېكټ لاس ليك شوې دې۔ د چين خبر رسنې ادارې لمخې افغانستان تركمانستان سره د هېواد په لوئيديزه سيمه كښې د فعال كېدونكي نور الجهاد سب سټېشن پاور لائن منصوبې يوه لوظنامه لاس ليك كړې ده۔ هېواد ته د برېښنا وركوؤنكې كمپنۍ يو بيان كښې وئيلي دي چې د ډی اے بی اېس چارواكو ٬ د تركمانستان د پلاوي …

کابل ۔28جنوری(اے پی پی) د افغانستان او ترکمانستان ترمينځه پاور لائن پراجېكټ لاس ليك شوې دې۔ د چين خبر رسنې ادارې لمخې افغانستان تركمانستان سره د هېواد په لوئيديزه سيمه كښې د فعال كېدونكي نور الجهاد سب سټېشن پاور لائن منصوبې يوه لوظنامه لاس ليك كړې ده۔ هېواد ته د برېښنا وركوؤنكې كمپنۍ يو بيان كښې وئيلي دي چې د ډی اے بی اېس چارواكو ٬ د تركمانستان د پلاوي غړو او د ترك كالك اېنرجي كمپنۍ نمائندګانو ترمينځه په كابل كښې د څلور ورځنيو خبرو اترو نه وروستو د نور الجهاد سب سټېشن برېښنا د 110 كے وي نه تر 220 كے زياتولو لوظنامه وشوه۔ د كمپنۍ لمخې په دې منصوبه كښې د 110 کے وی نه تر 220 کے وی ډبل سرکټ پاور ټرانسمېشن لائن شامل دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې افغانستان دا مهال د برېښنا كمي سره مخ دے۔

مزید خبریں