اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي)د افغان حكومت نائب وياند انعام الله سمنګاني وئېلي دي افغان حكومت كوم يو هېواد سره نه بلكې د نړۍ ټولو هېوادونو سره د ښو اقتصادي او سفارتي اړيكو خوښي لري۔په افغانستان كښې نوې حكومت جوړېدل يو حقيقت دے٬نړيوالې ورورولۍ له پكار ده چې سياسي اهداف او اغراض يو پلو كولو سره افغانستان ته د نوې زوايې سره وګوري او دا حقيقت تسليم كړي٬د …
افغان حكومت ټولو هېوادونو سره د ښو اقتصادي او سفارتي اړيكو خوښي لري۔د افغان حكومت نائب وياند انعام الله سمنګاني

مزید خبریں
اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي)د افغان حكومت نائب وياند انعام الله سمنګاني وئېلي دي افغان حكومت كوم يو هېواد سره نه بلكې د نړۍ ټولو هېوادونو سره د ښو اقتصادي او سفارتي اړيكو خوښي لري۔په افغانستان كښې نوې حكومت جوړېدل يو حقيقت دے٬نړيوالې ورورولۍ له پكار ده چې سياسي اهداف او اغراض يو پلو كولو سره افغانستان ته د نوې زوايې سره وګوري او دا حقيقت تسليم كړي٬د مېرمنو د حقونو په اړه د يو مربوط سازش له مخې پروپیګنډا كولې شي۔د حقيقت سره د دې كوم تعلق نشته۔د شورو په ورځ پي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل په افغانستان كښې حالاتو تر مخه شريك حكومت جوړ كړے شوے او د ټولو قامونو خلق د كابينې برخه دي٬آزمائېلې شوو خلقو ته بيا موقع وركول بې وقوفي ده۔افغان حكومت په خبرو اترو باور لري٬نړۍ له باور وركوم چې د افغان اولس ته د حكومت څخه كوم خطره نشته۔انعام الله سمنګاني ووئيل افغان طالبانو د دوحه لوظ نامې له مخې په ټولو وعدو د عملدرآمد كولو هر ممكنه هڅه كړې خو امريكې تراوسه په يوه هم وعده عملدرآمد نه دے كړے۔ده ووئيل په افغانستان كښې موجوده بشري بحران د تېرو څو كلونو نه دے۔پخواني افغان صدر اشرف غني هم وئېلي وو چې په افغانستان كښې 90 فيصد خلق د غربت د ليكې نه لاندې ژوند تېروي۔د پاكستان پشمول نورو ګاونډي هېوادونو او سيمه ايز هېوادونو لخوا بشري مرستې ته د قدر په سترګه ګورو۔د منجمند اثاثو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په افغانستان بريد د امريكې لويه غلطي وه٬د افغانستان د نائن اليون پېښې سره كوم تعلق نه ؤ٬امريكا دې د افغان اولس اثاثې خوړلو په ځاې هغوي ته خپل حق بېرته وركړي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې انعام الله سمنګاني ووئيل افغان حكومت هلكانو او جينكو ته د تعليم په يو ډول موقع وركولو باور لري٬مارچ كښې به نوې تعليمي كال پیل شي نو د سكولونو نه تر پوهنتونونو په كچه به ټولو ته تعليمي آسانۍ وركړې شي۔










