واشنګټن ډي سي 26 جنوري (اے پي پي)په واشنګټن كښې قائم د ورلډ فورم فارپيس اينډ جسټس چيئرمېن ډاكټر غلام نبي فائي وئېلي دي كشميرې اولس د هند لخوا په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو څخه په سرغړونو٬د نړيوال قانون نظرانداز كولو او د خپلواكۍ حق په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو په خلاف ورزۍ د سخت افسوس څرګندونه كوي۔د كشمير مېډيا سروس له …
په كشمير د نړيوالو طاقتونو خاموشي د قبلولو وړ نه ده۔ډاكټر فائي

مزید خبریں
واشنګټن ډي سي 26 جنوري (اے پي پي)په واشنګټن كښې قائم د ورلډ فورم فارپيس اينډ جسټس چيئرمېن ډاكټر غلام نبي فائي وئېلي دي كشميرې اولس د هند لخوا په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو څخه په سرغړونو٬د نړيوال قانون نظرانداز كولو او د خپلواكۍ حق په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو په خلاف ورزۍ د سخت افسوس څرګندونه كوي۔د كشمير مېډيا سروس له مخې ډاكټر غلام نبي فائي د هند د جمهوريې ورځې په اړه په واشنګټن كښې په جاري كړي بيان كښې وئېلي دي د هند لخوا د محمد ياسين ملك٬شبير احمد شاه٬مسرت عالم بټ٬آسيه اندرابي او د نورو كشميري سياسي مشرانو نظربندۍ د هند د زياتې آبادۍ د جمهوريت وياړ د خاورو سره خاورې كړے۔ډاكټر فائي د بشري حقونو د كار كوونكو په ګرفتارۍ د هندي حكومت د اقدام غندنه وكړه۔ده ووئيل د كشمير مسئلې يوازنے حل د كشميريانو په خپله پريكړه كولو كښې دے۔د كومې چې دوي سره 74 كاله وړاندې نړيوالې ټولنې لوظ كړے ؤ










