د هند ميډيا د مسلمانانو په ضد كركه خپروي٬ د جمعيت علماﺀ هند په سپريم كورټ كښې درخواست

نوې ډيلې ۔26جنوری(اے پی پی) د جمعيت علماﺀ هند صدر مولانا ارشد مدني د ټي وي چېنلو او د ورځپاڼو پشمول د مېن سټريم ميډيا يوې برخې په ضد په غېر قانوني او غېر پېشه ورو هلو ځلو كښې د ككړ كېدو په ضد سپريم كورټ كښې درخواست جمع كړے۔ د کشمیر میډیاسروس لخ مخې په درخواست كښې وئيلي شويمیډیا د دروغو د لارې د مسلمانانو په ضد كركه خپروي۔ …

نوې ډيلې ۔26جنوری(اے پی پی) د جمعيت علماﺀ هند صدر مولانا ارشد مدني د ټي وي چېنلو او د ورځپاڼو پشمول د مېن سټريم ميډيا يوې برخې په ضد په غېر قانوني او غېر پېشه ورو هلو ځلو كښې د ككړ كېدو په ضد سپريم كورټ كښې درخواست جمع كړے۔ د کشمیر میډیاسروس لخ مخې په درخواست كښې وئيلي شويمیډیا د دروغو د لارې د مسلمانانو په ضد كركه خپروي۔ دا درخواست په 13 اپرېل 2020 په سپريم كورټ كښې جمع كړے شوے ؤ او تر دې د دغې دمه 11 سماعتونه شوي۔ د تېر كال په 2 ستمبر شوي آخري سماعت كښې هندي حكومت په سپريم كورټ كښې خپل ځواب جمع كړے٬ دغسې براډکاسټنګ آرګنائزېشن او نیوز رېګولېټرز هم خپل خپل ځواب جمع كړے۔ د هند سپريم كورټ په امر د هېواد مختلف هائي كورټس كښې ځنډولې شوي درخواستونه هم يو ځائې جمع كړې شوي۔ درخواست كوؤنكي وئيلي دي په يو داسې وخت كښې چې كله په 5 رياستونو كښې ټاكنې كېږي په ځينو چېنلو بې بنسټه خبرونه خپرولې شي كوم چې په هېواد كښې امن او د بېلو ډلو ترمينځه د همغږۍ فضا ته زيان رسوي۔ عدالت ته خواست دے چې هغه په ځينو نيوز چېنلو د بې بنسټه خبرونو خپرېدو مخنيوي له امر صادر كړي۔

مزید خبریں