اوسلو 26 جنوري (اے پي پي) د افغانستان د لنډمهاله حكومت نمائندګانو او د ټولنې د بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو افغانانو په ټولو وګړو زور راوړې دې چې ھغوي دې په هېواد كښې په زړه پورې تنيجو لپاره په ګډه كار وكړي ٬ دا خبره د اوسلو مذاکراتو نه پس په مشتركه توګه جاري شوي يو بيان كښې شوې ده۔ د ناروے حکومت په سرکاري وېب سائټ جاري …
تفاهم او د ګډې مرسته د افغانستان د مسئلو يوازنې حل دے۔ د اوسلو مذاكراتو ګډون كوٶنكي
اوسلو 26 جنوري (اے پي پي) د افغانستان د لنډمهاله حكومت نمائندګانو او د ټولنې د بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو افغانانو په ټولو وګړو زور راوړې دې چې ھغوي دې په هېواد كښې په زړه پورې تنيجو لپاره په ګډه كار وكړي ٬ دا خبره د اوسلو مذاکراتو نه پس په مشتركه توګه جاري شوي يو بيان كښې شوې ده۔ د ناروے حکومت په سرکاري وېب سائټ جاري بيان كښې وئيلي شوې دي چې د اوسلو غونډې ګډون كوٶنكو تسليم كړې ده چې تفاهم او د ګډې مرسته د افغانستان د مسئلو يوازنې حل دے۔ د بيان له مخې ګډون كوٶنكو دا ډول ملاقاتونه د هېواد په ګټه ګرځولې دي۔ ګډون كوٶنكو د دې خبرې تصديق كړې دې چې افغانستان د ټولو افغانانو مشتركه كور دې اوپه دې خبر ټېنګار شوې دې چې ټولو افغانانو لپاره په هېواد كښې بهتر سياسي، اقتصادي او د سلامتيا نتيجو لپاره په ګډه كار كولو ته اړتيا ده ۔ ناروے د افغان د لنډمهاله حكومت نمائندګان د 23 نه تر 25 جنورۍ په اوسلو كښې د ځائي چارواكو او د نړيوالې ورورولۍ نمائندګانو سره سره د سول سوسائټۍ بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو او نورو افغانانو سره ملاقاتونو لپاره رابللې ٶ٬ د ناروے خارجه وزارت وئيلي دي ټولې ډلې په افغانستان كښې د رامخې ته شوې مسئلو حل لپاره اماده كول دي او ناروے د ځينې كلونو راهېسې طالبانو سره خبرې اترې كوي۔ بلخوا د افغان حکومت پلاوي د اوسلو غونډه يو اهم پېشرفت ګرځولې دې۔











