اسلام آباد ۔ 28 مئی (اے پی پی) نوموړي اتومي سائنسدان او د نېسكام پخواني چيئرمېن ډاكټر ثمر مبارك وئيلي 1998 كښې د جوهري چاؤدنو پرېكړې سره ټوله منظرنامه بدل شوې وه۔ دې چاؤدنو د پاكستان دفاع مضبوطه جوړولو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ د اتوار په ورځ د يوم تكبير په مهال خپله مركه كښې ډاكټر ثمر مبارك ووئيل د دغه وخت وزيراعظم ملټري سېكتر ماسره تماس ونيولو او …
1998 كښې د جوهري چاؤدنو پرېكړې سره ټوله منظرنامه بدل شوې وه۔ دې چاؤدنو د پاكستان دفاع مضبوطه جوړولو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ د نوموړي اتومي سائنسدان او د نېسكام پخواني چيئرمېن ډاكټر ثمر مبارك د يوم تكبير په مهال مركه

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 28 مئی (اے پی پی) نوموړي اتومي سائنسدان او د نېسكام پخواني چيئرمېن ډاكټر ثمر مبارك وئيلي 1998 كښې د جوهري چاؤدنو پرېكړې سره ټوله منظرنامه بدل شوې وه۔ دې چاؤدنو د پاكستان دفاع مضبوطه جوړولو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ د اتوار په ورځ د يوم تكبير په مهال خپله مركه كښې ډاكټر ثمر مبارك ووئيل د دغه وخت وزيراعظم ملټري سېكتر ماسره تماس ونيولو او زه ئې وزيراعظم هاؤس ته راوبللم۔ وزیراعظم هاوس كښې د ملاقات په مهال ماته د جوهري ټېسټ كولو ووئيلې شو۔ دې څخه وروستو په 14 مئي د كابينې غونډه راوبللې شوه او په دې كښې د جوهري تجربو پرېكړې توثيق وكړې شو۔ ډاكټر ثمر مبارك ووئيل دې څخه وروستو زه ملګرو سره چاغي ته ورسېدم او د 21 مئي سهار څخه مو كار په باقاعده توګه پېل كړو۔ د چاغي په سائيټ 1975 څخه كار روان وو۔ ځكه دا تصور كول پكار نه دي چې دا د څو ورځو كار وو۔ د ارضياتو پوهانو غر وكتلو او د ځائې تعين وكړې شو۔ ده ووئيل په 21 مئي بم اېښودلو څخه 20 كلوميټر لرې ريموټ كنټرول سسټم ولګولې شو او د 27 مئي په شپه كار پايې ته ورسېد۔ په 28 مئي دا پرېكړه وشوه چې چاؤدنې ماسپښين 3 بجې كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل دا چاؤدنو پرېكړه ځكه ښه وه چې دې سره ټوله منظرنامه بدله شوه۔ ده ووئيل هند په 13 مئي 1998 چې كله چاؤدنې وكړې نو دې سره سيمه كښې د طاقت په توازن اغېز راغلو۔ دې څخه وروستو هند په كنټرول لائن ګوله باري پېل كړه چې په نتيجه كښې ئې زمونږ وګړي مړه او ژوبل شول۔ په دې مشكل حالاتو كښې د پاكستان پرېكړه ښه وه او دې نه غېر مونږ سره بله كومه لاره نه وه۔ ثمر مبارك ووئيل پاكستان د امناك سول مقاصدو لپاره د جوهري توان كارولو څانګې ته هم پام كړې او د كېنسر درملنو سره سره دا په صنعتونو كښې هم كارولې شي








