اسلام آباد ۔ 28 مئی (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ نون چيئرمېن او په سېنټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفر الحق وئيلي دي په 1998 كښې د وزيراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د اتومي چاؤدنو ګرانه پرېكړه د پاكستان مجبوري وه۔ د لږ تر لږ دفاعي صلاحيت په ځائې ساتلو نه غېر بله لاره نه وه۔ دې چاؤدنو سره د پاكستان دفاع مضبوط جوړولو …
په 1998 كښې د وزيراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د اتومي چاؤدنو ګرانه پرېكړه د پاكستان مجبوري وه۔ لږ تر لږ دفاعي صلاحيت په ځائې ساتلو نه غېر بله لاره نه وه۔ دې چاؤدنو سره د پاكستان دفاع مضبوط جوړولو كښې مرسته ترلاسه شوې۔ سره د اتومي طاقت كېدو پاكستان منطقه كښې امن غواړي۔ د پاكستان مسلم ليګ نون چيئرمېن او په سېنټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفر الحق د يوم تكبير په مهال مركه

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 28 مئی (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ نون چيئرمېن او په سېنټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفر الحق وئيلي دي په 1998 كښې د وزيراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د اتومي چاؤدنو ګرانه پرېكړه د پاكستان مجبوري وه۔ د لږ تر لږ دفاعي صلاحيت په ځائې ساتلو نه غېر بله لاره نه وه۔ دې چاؤدنو سره د پاكستان دفاع مضبوط جوړولو كښې مرسته ترلاسه شوې۔ سره د اتومي طاقت كېدو پاكستان منطقه كښې امن غواړي۔ ده د اتوار په ورځ د پاكستان اتومي طاقت جوړېدو 19 كاله بشپړ كېدو په موقع خپله يوه مركه كښی ده ووئيل په 1998 كښې د وزيراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د اتومي چاؤدنو ګرانه پرېكړه د پاكستان مجبوري وه ولې چې په جوهري بريدونو كښې تباهي يو شان كېږي۔ بياهم كله چې هند په 13 مئي اتومي چاؤدنې وكړې نو مونږ سره د لږ تر لږ دفاعي صلاحيت په ځائې ساتلو نه غېر بله لاره نه وه۔ راجه ظفر الحق ووئيل د جوهري وسلو د مزې يو اړخ دا دے چې دې كښې كوم هېواد سره كم زيات نه شي ولې چې كه يو سره 10 وي او بل سره 1000 نو بياهم دواړو يو شان ګڼلې شي ځكه چې ددې تباهي عامه وي۔ چئیرمېن راجه ظفر الحق د جوهري قوت جوړېدو په تاريخ رڼا اچولو سره ووئيل هند په اولني ځل 1974 كښې راجھستان رياست كښی جوهري چاؤدنې كړې وې۔ ددغه وخت وزيراعظم ذولفقار علی بھټو دا اراده وكړه چې پاكستان هم بايد جوهري قوت جوړ شي۔ دې لپاره ئې ډاكټر عبد القدير خان پاكستان ته راوبللو۔ اودغسې جوهري پروګرام پېل شو۔ 1977 كښې د بھټو حكومت ختمېدو نه وروستو نزدې ټولو حكومتونو ددې پروګرام مخ په وړاندې بوتلو كښې خپل كردار ترسره كړو او د دې زياتره څارنه پاك پوځ وكړه۔ ده ووئيل په 13 مئي 1998 د جوهري چاؤدنو څخه وروستو پاكستان لپاره د بړېكړې وخت راغلې وو۔ ددغه وخت وزيراعظم نواز شريف سول او عسكري مشرتابه سره مشاورت وكړو او د جوهري چاؤدنو كولو عزم ئې وكړو۔ ده ووئيل د اتومي قوت كېدو سره هم پاكستان منطقه كښی امن غواړي۔ مونږ ګاونډيانو سره ښه اړيكو غواړو دغسې چې دې سيمه كښې پرمختګ او خوشحالي راشي۔ 1998 كښې جوهدري چاؤدنو څخه ورستو تقرير كښې وزيراعظم د معيشت غوره كولو اعلان كړې ؤ۔ دغسې چې پاكستان په معاشي مېدان كښې وړاندې لاړ شي۔ ده ووئيل د كال 2013 څخه تر دې دمه وزيراعظم د هېواد اقتصادي حالت ښه كولو له ګامونه پورته كوي۔ وزيراعظم غواړي چې د اقتصادي او امن او امان صورتحال غوره كړي۔








