ياؤنډے 25 جنوري (اے پي پي)د مېنځنۍ افريقې په كېمرون هېواد كښې په روان افريقه كپ آف نېشنز (اے اېف سي او اېن) كښې د ګډوډي له امله 6 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي٬ او په مرګونو كښې د زياتوالي اندېښنه ښودلې كېږي۔ د چين خبر رسنې ادارې د ځائي چارواكو پحقله ووئيل په لوبغالي كښې د ګډوډي رامخې ته كېدو پېښه ھغه مهال رامخې ته شوې كله …
کېمرون، په لوبغالي كښې د ګډوډې جورېدو له امله 6 كسان مړه ګڼ شمېر ژوبل٬
ياؤنډے 25 جنوري (اے پي پي)د مېنځنۍ افريقې په كېمرون هېواد كښې په روان افريقه كپ آف نېشنز (اے اېف سي او اېن) كښې د ګډوډي له امله 6 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي٬ او په مرګونو كښې د زياتوالي اندېښنه ښودلې كېږي۔ د چين خبر رسنې ادارې د ځائي چارواكو پحقله ووئيل په لوبغالي كښې د ګډوډي رامخې ته كېدو پېښه ھغه مهال رامخې ته شوې كله چې د فټبال شائقينو په لوبغالي كښې د داخلېدو هڅه كوله ٬ نزدې د زرو نه زياتو كسانو سټېډيم ته د داخلېدو هڅې كولې۔ ژوبل او مړي نزدې روغتون ته منتقل كړے شوي او د روغتون چارواكو د مړو كسانو په شمېره كښې د اضافې اندښنه څرګنده كړې











