سرینګر 25 جنوري (اے پي پي) د هند د جمهوريه ورځ په موقع په مقبوضه جمو و كشمير كښې د كرفيو غوندې بنديزونه نافذ كولو سره د مقبوضه وادۍ يو شمېر سيمې په پوځي چهاٶڼو كښې بدلې كړې شوې دي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د هند امنيتي ځواكونو د سرينګر پشمول د مقبوضه سيمې په هره لاره پوستې جوړې كړې دې او چرته چې د مسافرو٬ لاريو٬ ګاډو …
د هند د جمهوريه ورځ په موقع په مقبوضه جمو و كشمير كښې د كرفيو غوندې بنديزونه نافذ دي
سرینګر 25 جنوري (اے پي پي) د هند د جمهوريه ورځ په موقع په مقبوضه جمو و كشمير كښې د كرفيو غوندې بنديزونه نافذ كولو سره د مقبوضه وادۍ يو شمېر سيمې په پوځي چهاٶڼو كښې بدلې كړې شوې دي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د هند امنيتي ځواكونو د سرينګر پشمول د مقبوضه سيمې په هره لاره پوستې جوړې كړې دې او چرته چې د مسافرو٬ لاريو٬ ګاډو ايسارولو سره جامه تلاشي اخستلې كېږي۔ ټوله سيمه كښې د جنورۍ په 26مه نيټه د كېدونكې سركاري دستورو په لړ كښې هندي ځواكونه تعينات كړې شوې دې۔ او د كشمير په ټوله سيمه او ضلعو كښې (نن) د هند جمهوريه ورځ په موقع كشميريان د هند په ضد د مظاهرو نه منع كولو لپاره امنيت ټېنګ كړې شوې دې۔ د هند د سنټرل ریزرو پولیس فورس وياند ابھي رام پنکج ميډيا ته ووئيل چې په شمالي٬ سوئيلي او مېنځني كشمير كښې امنيت ټينګ كړې شوې دې او هندي ځواكونه الرټ كړې شوې دې











