اسلام آباد ۔ 27 مئی(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي د راروان مالي كال بجټ كښې د ټېكس وصولو هدف د 3500 ارب روپو څخه زياتولو سره 4013 ارب روپۍ كړې شوې۔ په عام وګړي كوم ټېكس لګولې شوې نه دې۔ په بجټ كښې د 120ا رب روپو ټېكسونه لګولې شوي دي او د بېلو ټېكسونو او ډيوټو په مد كښې د 33 ارب روپو …
د راروان مالي كال بجټ كښې د ټېكس وصولو هدف د 3500 ارب روپو څخه زياتولو سره 4013 ارب روپۍ كړې شوې۔ په عام وګړي كوم ټېكس لګولې شوې نه دې۔ په بجټ كښې د 120ا رب روپو ټېكسونه لګولې شوي دي او د بېلو ټېكسونو او ډيوټو په مد كښې د 33 ارب روپو ريليف هم وركړې شوې۔ كركيلې لپاره د تېر كال ټول رعايتي پېكجونه مو په ځائې ساتلي دي۔ په ډی اے پی سره سېلز ټېكس كښې د 300 روپو كمې شوې۔ ټیوب ویلونو لپاره د برېښنا نرخ د يونټ په سر 5.35 روپۍ مقرر شوې۔ د اوبه خور لپاره په 3 څخه تر 36 هارس پاور پیټر انجنونو ټېكس ختم او د پولټری په څانګه كښې د ټېكسز شرح 17 فیصد څخه تر 7 فیصد كمه كړې شوې۔ كوم داسې ټېكس مو لګولې نه دے چې ورسره د پيو په نرخ كښې زياتوالې وشي۔ تر 15 جولائي به 10 لكهه څخه د كم سېلز ټېكس ریفنډ کلیم کلیئر كړې شي او دې څخه زيات كلېمز به تر اګست مياشت كليئر كړې شي۔ او دا نظام به آن لائن ساتلې شي۔ پاكستان به ډېر زر د جی 20 هېوادونو په صف كښې شامل شي۔ حكومت به د يو ارب ډالر ماليت بانډز جاري كړي او سمندر پورې پاكستانيانو په شمول نور غېر ملكي به دې كښې سرمايه كاري كولې شي۔ سمندرې پورې غاړه پاكستانيانو لپاره به اسلام آباد يو د استوګنې سېكټر جوړولې شي۔ دې لپاره وصولي به غېر ملكي كرنسۍ كښې د بنكنګ چېنل د لارې كولې شي۔ د خزانې وفاقي وزير سېناتور محمد اسحاق ډار بجټ څخه وروستو خبري كنفرنس

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 27 مئی(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي د راروان مالي كال بجټ كښې د ټېكس وصولو هدف د 3500 ارب روپو څخه زياتولو سره 4013 ارب روپۍ كړې شوې۔ په عام وګړي كوم ټېكس لګولې شوې نه دې۔ په بجټ كښې د 120ا رب روپو ټېكسونه لګولې شوي دي او د بېلو ټېكسونو او ډيوټو په مد كښې د 33 ارب روپو ريليف هم وركړې شوې۔ كركيلې لپاره د تېر كال ټول رعايتي پېكجونه مو په ځائې ساتلي دي۔ په ډی اے پی سره سېلز ټېكس كښې د 300 روپو كمې شوې۔ ټیوب ویلونو لپاره د برېښنا نرخ د يونټ په سر 5.35 روپۍ مقرر شوې۔ د اوبه خور لپاره په 3 څخه تر 36 هارس پاور پیټر انجنونو ټېكس ختم او د پولټری په څانګه كښې د ټېكسز شرح 17 فیصد څخه تر 7 فیصد كمه كړې شوې۔ كوم داسې ټېكس مو لګولې نه دے چې ورسره د پيو په نرخ كښې زياتوالې وشي۔ تر 15 جولائي به 10 لكهه څخه د كم سېلز ټېكس ریفنډ کلیم کلیئر كړې شي او دې څخه زيات كلېمز به تر اګست مياشت كليئر كړې شي۔ او دا نظام به آن لائن ساتلې شي۔ پاكستان به ډېر زر د جی 20 هېوادونو په صف كښې شامل شي۔ حكومت به د يو ارب ډالر ماليت بانډز جاري كړي او سمندر پورې پاكستانيانو په شمول نور غېر ملكي به دې كښې سرمايه كاري كولې شي۔ سمندرې پورې غاړه پاكستانيانو لپاره به اسلام آباد يو د استوګنې سېكټر جوړولې شي۔ دې لپاره وصولي به غېر ملكي كرنسۍ كښې د بنكنګ چېنل د لارې كولې شي۔ سرمايه كارۍ ته وده وركولو له به پاكستان انفراسټركچر ډوېلپمنټ بانك جوړولې شي كوم به چې يوازې په نجي څانګه كښې سرمايه كاري كوي۔ د وړو قرضو ترلاسه كوؤنكو اسانۍ له د پاكستان پاورټي فنډ په شمول د نورو ادارو ضم كولو سره پاکستان مېکرو فنانس کمپنی جوړولې شي۔ د سركاري ملازمينو په تنخاګانو كښې د 50 فيصد اېډهاك اضافه بنيادي تنخا كښې ضم كولو سره په بنيادي تنخا به 10 فيصد اېډهاك ريليف وركولې شي۔ د هاؤس بلډنګ كونډو مېرمنو تر 5 لكهه روپو قرضې به معاف كولې شي۔ كورونو كښې د برېښنا صارفينو لپاره به د 300 يونټ صرف كولو ٬ ټيوب وېلونو او د بلوچستان په اړه سبسډي او مراعات به په ځائې ساتلې شي۔ د سېلز ټېكس شرح كښې زياتوالي سره به د سېمنټ يوې بورۍ نرخ 12 روپۍ زيات شي۔ كال 2018 د ټول ټاكنو كال دے ځكه هيله ده چې د راروان مالي كال بجټ كښې به مراعات وركړې شي او حكومت به هڅه كوي چې د مېكرو اكنامك استحكام ګټې محفوظ ساتلو سره دې څخه زياتو نه زياته استفاده وكړې شي۔ د خالي په ورځ بجټ څخه وروستو خبري كنفرنس ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل مونږ له به د هېواد معاشي استحكام له سخت محنت كول وي۔ ده ووئيل مونږ له به خپلې مسئلې تر نظر لاندې ساتلو سره د پرمختيائي هدفونو ترلاسه كول باوري كولو له هڅې كول وي۔ ده ووئيل د هېواد په مجموعي بجټ كښې راروان مالي كال 2017-18ء لپاره 11.7 فیصد اضافه شوې او د قامي بجټ حجم 4256 ارب روپو څخه زياتولو سره 4753 ارب روپۍ كړې شوې۔ وفاقي وزير ووئيل وفاقي حكومت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام بجټ 715 ارب روپو څخه زياتولو سره 1001 ارب روپۍ كړې۔ د صوبو د پرمختيائي بجټ تخمينه 1.1 کھرب روپۍ ده۔ دغسې د راروان مالي كال په مهال د مجموعي پرمختيائي بجټ حجم 2100 ارب روپو څخه زياتې اېښودلې شوې۔ ده ووئيل د روان مالي كال په مهال د كركيلې څانګې پرمختګ شرح 3.46 فیصد وه په دې كښې به لا اضافه كولې شي۔ هېواد كښې د برېښنا صورتحال په اړه ده ووئيل تر كال 2018ء به قامي ګرډ كښې 10 مېګاواټ برېښنا شامل كړې شي او هېواد څخه د لوډشېډنګ لعنت به تل له ختم شي۔ وفاقي وزير د بجټ كورېج په مهال د ميډيا مثبت كردار وستائلو۔








