اسلام آباد ۔ 27 مئی (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د رمضان المبارک په پېل ټولو مسلمانانو ته مباركي وركولو سره خواست وكړو چې هغوي خپل ځان كښې اتحاد ٬ اتفاق ٬ زغم ٬ ورورولي ٬ خواخوږي او د انسانيت د احترام جذبه لرونكې صفات پېدا كړي ولې چې دا د رسول پاك علېه السلام هغه تعليمات دي د كومو خپلولو سره چې د منفي سوچ لرونكو قوتونو …
د وزیر اعظم محمد نواز شریف د روژې مباركې مياشتې په پېل د قام په نامه پېغام اولس دې خپل ځان كښې اتحاد ٬ اتفاق ٬ زغم ٬ ورورولي ٬ خواخوږي او د انسانيت د احترام جذبه لرونكې صفات پېدا كړي۔ روژه مونږ ته ژوند كښې د غېر معمولي حالاتو مقابله پراخه زړه او وروڼ تندي سره كول ښائي۔ د دې مباركې مياشتې په مهال مونږ بايد خپل چاپېرچل كښې د مېشته بې وسو او مستحقو كسانو مرستې خاص اهتمام وكړو۔ وزیر اعظم محمد نواز شریف

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 27 مئی (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د رمضان المبارک په پېل ټولو مسلمانانو ته مباركي وركولو سره خواست وكړو چې هغوي خپل ځان كښې اتحاد ٬ اتفاق ٬ زغم ٬ ورورولي ٬ خواخوږي او د انسانيت د احترام جذبه لرونكې صفات پېدا كړي ولې چې دا د رسول پاك علېه السلام هغه تعليمات دي د كومو خپلولو سره چې د منفي سوچ لرونكو قوتونو مقابله كېدې شي۔ روژه يواځې د لوږې تندې نوم نه دے بلكې دا د تزكيه نفس نوم دے۔ دا مونږ ته ښائي چې خپل چاپېرچل كښې د بې وسه او مستحقو كسانو د مرستې خاص اهتمام وكړو۔ وزیراعظم ددې خيالاتو څرګندونه د رمضان المبارك په پېل د قام په نامه خپل پېغام كښې وكړه۔ ده دعا وكړه چې دا مياشت دې زمونږ په ژوند كښې هركله راشي۔ او مونږ له دې د دې د قدر توفيق راكړي۔ وزيراعظم ووئيل دا مياشت مونږ ته ژوند كښې د غېر معمولي حالات مقابله پراخه زړه او وروڼ تندي سره كول ښائي۔وزيراعظم ووئيل مونږ له د نبي پاك ژوند ته كتل وي چې هغه به دې مياشت كښې د سخاوت درياب جوړېدو د كوم فېض به چې هر يو ته رسېدو۔ ده دعا وكړه چې لوئے څښتن دے مونږ د خپل ځان احتساب جذبې سره د روژنې نيولو توفيق راكړي او د پېښو ستونزو هوارولو كښې دې د حكومت مرسته وكړي۔








