اوسلو 21 جنوري (اے پي پي) د افغانستان حکومت پلاوې افغانستان د انساني بحران نه ساتلو په لړ كښې د مرستې خبرو لپاره (سبا) ناروے ته راتګ متوقع دے۔ دا دوره به د شېډول له مخې د 23 نه تر 25 جنورۍ وي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د ناروے خارجه وزارت د جمعې په ورځ جاري بيان كښې وئېلې دي افغان پلاوي به د ناروے عهديدارو او …
د افغان حکومت پلاوي د مرستې خبرو اترو په لړ كښې په 23مه جنورۍ اوسلو ته راتګ متوقع دے۔ د ناروے خارجه وزارت
اوسلو 21 جنوري (اے پي پي) د افغانستان حکومت پلاوې افغانستان د انساني بحران نه ساتلو په لړ كښې د مرستې خبرو لپاره (سبا) ناروے ته راتګ متوقع دے۔ دا دوره به د شېډول له مخې د 23 نه تر 25 جنورۍ وي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د ناروے خارجه وزارت د جمعې په ورځ جاري بيان كښې وئېلې دي افغان پلاوي به د ناروے عهديدارو او د افغان سول سوسائټۍ نمائندګانو سره ملاقاتونه كوي چې پكښې به زياتره د انساني بحران او انساني حقونو په اړه خبرې اترې كېږي۔ وزارت وئيلي دي افغان پلاوې به پايه تخت اوسلو كښې د ناروے چارواكو٬ نمائندګانو او يو شمېر اتحادي هېوادونو چارواكو سره ملاقاتونه كوي خو وزارت د اتحادي هېوادونو نامې نه دي ښودلې











