د افغان خارجه وزير په مشرۍ كښې پلاوې په تاپي ګاز پائپ لائن او نورو منصوبو خبرو اترو لپاره ترکمانستان ته لاړ

کابل 14 جنوري (اے پي پي) د افغان خارجه وزير په مشرۍ كښې پلاوې په تاپي ګاز پائپ لائن او نورو منصوبو خبرو اترو لپاره ترکمانستان ته تللے۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخئ د افغان حکومت نائب وياند بلال کريمي د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې وئيلي دي د ترکمانستان په بلنه د افغان خارجه وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ كښې پلاوې د جمعې په …

کابل 14 جنوري (اے پي پي) د افغان خارجه وزير په مشرۍ كښې پلاوې په تاپي ګاز پائپ لائن او نورو منصوبو خبرو اترو لپاره ترکمانستان ته تللے۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخئ د افغان حکومت نائب وياند بلال کريمي د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې وئيلي دي د ترکمانستان په بلنه د افغان خارجه وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ كښې پلاوې د جمعې په ورځ سهار د تركمانستان پايه تخت اشك آباد لپاره روان شوے۔ وياند له مخې د دورې په مهال به په دوه مهمو منصوبو ترکمانستان- افغانستان-پاکستان- افغانستان(ټي اے پي آئي) ګاز پائپ لائن منصوبه او د ترکمانستان ٬ افغانستان او پاکستان په پاور پراجيکټ بيا كار پېل كولو لپاره خبرې كولې شي۔ ذريعو له مخې د دورې مقصد دوه اړخيزه تجارت٬ توان٬ پټروليم٬ رېلوے او په تعليمي مسئلو خبرې اترې كول دي۔ د اونۍ په پېل كښې افغان چارواكو اعلان كړر ٶ چې انتظاميه تاتي ګاز پائپ لائن منصوبه بيا لانچ كوي ٬ چارواكو له مخئ منصوبې ترسره كېدو سره دريو واړو هېوادونو ته د 33 بېليونه كيوبك ميټر قدرتي ګاز اېكسپورټ كولو هيله ده ۔ د يادونې وړ ده د تاپي منصوبې كار په تركمانستقان كښې بشپړ شوے او په افغانستان كښې د دې منصوبې پرانسته په فروري كال 2018 كښې شوه وه خو په هېواد كښې د جنګ او شخړو له امله په دې عمل روان پاتې نشو

مزید خبریں