برازيل٬ د سختو بارانونو په نتيجه كښې د سېلاب 10 كسان مړه او 13 زره بې كوره شوي

برازيليا 14 جنوري (اے پي پي) په برازيل كښې د سختو بارانونو په نتيجه كښې د سېلاب او زمكې ښوئېدلو په پېښو كښې 10 كسان مړه او 13 زره بې كوره شوي. د چينائي مېډيا له مخې د برازيل چارواكو وئيلي دي د سېلاب او زمكې ښوئېدلو پېښې په سوئيلي ختيځ ميناس ګېرېس ايالت كښې رامېنځ ته شوي. په مړو كسانو كښې د پنځو كسانو تعلق د يوې كورنۍ څخه …

برازيليا 14 جنوري (اے پي پي) په برازيل كښې د سختو بارانونو په نتيجه كښې د سېلاب او زمكې ښوئېدلو په پېښو كښې 10 كسان مړه او 13 زره بې كوره شوي. د چينائي مېډيا له مخې د برازيل چارواكو وئيلي دي د سېلاب او زمكې ښوئېدلو پېښې په سوئيلي ختيځ ميناس ګېرېس ايالت كښې رامېنځ ته شوي. په مړو كسانو كښې د پنځو كسانو تعلق د يوې كورنۍ څخه دے. د رپورټ له مخې په برازيل كښې د سختو بارانونو نه پس د سېلاب صورتحال رامېنځ ته شوے او په ډېرو سيمو كښې د بيړني حالت نافذ كولو اعلان شوے

مزید خبریں